که د ځان له ستاينې راتېر شو، موږ افغانان په هره برخه کې جذباتيان او احساساتيان يو. جذبه که په ځينو برخو کې ګټوره تماميږي، ډېر کله افراط او تفريط هم همدې څخه راټوکيږي. زموږ د هېوادنۍ مينې دروغجن شعار هم، همداسې يو څه درواخلئ!
خبره مې د فوټبال د بريا کوله. په هغه ورځ چې له هندوستان سره د افغان لوبډلې پايلوبه وه، خدای خبر چې زموږ پر ټلوېزيون څه ټکه راپرېوته. که سل خوارۍ مې وکړې، چالان نه شو. ځمکې ځای نه راکاوه. له خپل فطرت(!) نه اړم شوم، چې که هر چېرته وي، بايد دا لوبه وګورم! خير، له يوه ملګري سره د هغوی حجرې ته لاړم او د لوبې ژوندۍ نندارې ته کښېناستم. ما تر دې پخوا له آيرلېنډ، پاکستان، هندوستان، سويلي افريقا، انګلستان او يو شمېر نورو لوبډلو سره د ټلوېزيون پر ښيښې د د افغان کرکټ لوبډلې لوبې ليدلي دي. هر ځل چې ورته ناست يم، ډېر خوندې مې ترې اخيستی. د فوټبال روانه سيالي هم له خونده خالي نه وه. که څه هم زه د فوټبال د لوبې پر آرونو او معيارونو ډېر نه پوهېږم؛ خو هېوادنۍ مينې اړ کړی يم، چې دم شېبه شخ ناست يم او د افغان لوبغاړو له هرې منډې سره مې زړه په ټوپونو شي. څه ګورم، چې ځينې پښتانه وزيران، ځينې نور لوړپوړي چارواکي او د پارلمان استازي هم لوبغالي ته تللي او د نندارچيانو په توګه لوبه له نږدې څاري. ما خو د لوبې لومړی ګول ونه ليد؛ خو له دويم ګول سره مې داسې کوکه له خولې راووته، چې وروسته پخپله هم پښېمانه شوم!
لوبه لا پای ته نه وه رسېدلې، چې د لوبغاړو غواوې لنګې شوې. چا د ميليونونو افغانيو مرستو خبر ورکړ او چا د زرګونو ډالرو. چا د فرونر موټرو د ورلېږلو ژمنه وکړه او چا په عاليشانو اومجللو هوټلو کې د مېلمستياوو. د پارلمان د بېوزلو استازو له واکه يوازې همدومره پوره وو، چې ايله، بيله يې د خپلو درې، درې ورځو معاش د خدای په رضا وروباښه. لنډه دا چې افغانانو يو ځل بيا د خپلې بېسارې بې ځايه جذباتو تمثيل وکړ او هغه څه يې لوبغاړو ته ورډالۍ کړل، چې د دوی له وسه نه وو پوره. سړی خو هله حيران شي، چې د واک پر ګدۍ ناست چارواکي څنګه زړه کوي، چې د دومره بلا ډالرو د مرستې اعلان وکړي؟ دوی د دې په کيسه کې هم نه دي، چې ګوندې څوک به ترې د دومره پيسو د درک پوښتنه وکړي. د لوبې له پای ته رسېدو سره هر لور ته هوايي ډزې پيل شوې. دلته هم نه پوليسانو د مرميو د ډزولو صرفه وکړه او نه نورو مسلحو ځواکونو! او نه ترې کوم قومندان صيب ګروېږنې وکړې، چې څه خبره ده؟ که خوښي ده، د ټولو ده، نو دومره هيجاني کېدو ته اړتيا څه ده؟ ورسره جوخت د ټلوېزيونې خپرونې کوربه د ډالرو، افغانيو، مېلمستياوو، موټرو او راز، راز نورو مرستو په اعلانولو، اعلانولو ستړی شو. چا هم دا فکر ونه کړ، چې زموږ يواځينی او وروستی هدف د فوټبال د ملي لوبډلې نازول او هڅول نه دي. وطن او و طنوال په هره برخه کې مرستې ته اړتيا لري. داسې هم نه ده، چې نوره به خوشالي نه ګورو.
خو دې ټولو خبرو ما ته اندېښنه پيدا کړه، چې ګوندې دا خلک پر فوټبال لوبډلې تر همدې بريده بې باوره دي، چې تر دې ووسته ترې د بريا طمع نه لري او په دې باوري دي، چې دا اتلولي دوی ګټلې نه ده، بلکې ترې ګټل شوې ده. خو زه ډاډه يم، چې دا هر څه د کينې له مخې دي، نه د اتلولۍ!
که د داد ورکولو او مرستو معيار د پايلوبې ګټل وي؛ نو بيا خو زموږ د کرکټ ملي لوبډلې چې مخينه يې نږدې ايله لسو کالو ته رسي، څو ځله له دويمې درجې هېوادونو څخه د ټولې آسيا په کچه څو پرلپسې اتلولۍ لاس ته راوړې دي. په داسې حال کې چې زموږ فوټبال، لسګونه کاله سابقه لري او هغه هم د آسيا د يوې برخې (سهيلي آسيا) په کچه قهرمان پاتې شوی دی. که په رښتيا وړتيا په پام کې نيول کيږي؛ نو افغان کرکټيان په همدې لنډکي تاريخ کې دوه ځله د شل شليو سياليو (T20) تر نړيواله جامه ورسېدل. د خپلې فوق العاده وړتيا پر مټ يې له نړيوالې شورا څخه د دويمې درجې غړيتوب خپل کړ او د پاکستان او استراليا په څېر لومړۍ درجه لوبډلو سره يې هم زور آزموينه وکړه. ولسمشر د فوټبالر د هرکلي په پار هوايي ډګر ته ورځي، ارګ ته يې ورغواړي، سينې پورې يې ورجوختوي، پر سر يې لاس کاږي. هر يوه ته بېل اپارتمان ورکوي او …. . آيا د کرکټيانو خپلو مشرانو ته سترګې نه وراوړي؟ آيا د کرکټ لوبغاړي افغانان نه دي او که له دې امله څوک ورته پام نه کوي، چې ګوندې پښتانه دي؟
موږ پښتانه کينه ګر نه يو. په هره برخه کې د خپلو افغانانو پر برياوو خوشاليږو. له ډېرې خوښۍ مو ورته سترګې نمجنې شي. موږ ټول ولسونه د سترګو تور او سپين ګڼو. خو چې له مشرانو څخه د پښتانه د حق سوال کوو، بيا راته متعصب ويل کيږي. زموږ ولسمشر د قال په ژبه يو ته بچی وايي او بل ته پردی! اوس تاسو ووايئ، چې زه متعصب يم، که ولسمشر!!!؟