کور / تازه خبرونه / روزګان: چاودنو ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

روزګان: چاودنو ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

رزګان کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
د روزګان ولايت په مرکز او ګيزاب ولسوالي کې دوو بمي چاودنو اتو ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله اړولي ده.
لومړى چاودنه تېره ورځ مازيګر ددې ولايت د ګيزاب ولسوالۍ د کچکول په نوم سړک باندي پر هغه څلورو تنو کاريګرو باندي تر سره شوي کوم چې د حشر په ډول يې د سړک کار کوى.
بل خوا ته نن سهار شاوخوا اته بجي د روزګان ولايت د مرکز ترينکوټ په ګرماب مانده سيمه کې پر ولسي وګړيو ماين چاودنه سوي او په ترڅ کي يې دوه تنه وژل سوي او دوه تنه نور ټپيان سوي دي .
د روزګان د امنيي قومندانۍ وياند فريدعايل وايې چي د ګرماب مانده په سيمه کي د ولسي وګړيو پر سراچه موټر بمي چاودنه سوي او پرمهال يې ياده مرګ ژوبله را منځته کړل.
دى وايې چې د پېښي په اړه يې نوري پلټني پيل کړي دي.
د يو بل خبر له مخي د اروزګان د امنيي قومندانۍ وياند وايې چې ددي ولايت د چوري ولسوالۍ په پاطان سيمه کي پوليسو عمليات تر سره کړي دي او پر مهال يي دري تنه وسله وال طالبان وژلي او دوه نور ټپيان وي دي .
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .