کور / تازه خبرونه / ميدان وردگ: د طالبانو دوو قوماندانانو په ګډون پنځه تنو ته مرگ ژوبله واوښته

ميدان وردگ: د طالبانو دوو قوماندانانو په ګډون پنځه تنو ته مرگ ژوبله واوښته

دمیدان وردګو ولایت چارواكو په وينا په دغه ولايت كي د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو د دوو قوماندانانو په ګډون پنځه تنو ته مرګ ژوبله واوښته،
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په اندړ سیمه کې تېره شپه د یوه هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د حقاني ډلې اړوند یو قوماندان حبیب الرحمن چې مشهور په تلوار وو او د ماین جوړونې مهارت یې هم درلودو،د خپلو دوو نورو ملګرو سره یوځای وژل شوی دی .
په همدې حال کې د یادې ولسوالۍ په خانجان خیلو سیمه کې د وسله والو طالبانو لخوا د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې د حزب اسلامي یو قوماندان متین چې مشهور په خاکسار وو، ووژل شو او یو بل ملګری یې ټپي شو .طالبانو ددولت ددغو ادعاو په باب معلومات نه دي خپاره كري.
دامنيتي چارواكو په وينا په یادو دواړو پېښو کې ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .