پېښور جيواردو ژبې کانال د خبر له مخې :د پاکستان له بنده خوشې شوى طالب چارواکى ملا برادر له پېښور ښار څخه کراچۍ ته لېږدول شوى دى.ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو د مشر ملا محمدعمر مرستيال و، درې کاله مخکې د پاکستان له خوا تر نيول کېدو وروسته بندي شو، د افغان حکومت او د سولې عالي شورا د غوښتنو او هلو ځلو په پايله کې دوه ورځې مخکې بېرته خوشې شو.که څه هم افغان حکومت د هغه د سپارلو غوښتنې کولې، خو پاکستان کابل ته د ملا برادر له ورکولو د انکار تر څنګ وويل، چې هغه يې د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره خوشې کړى دى. چې ملا برادر تر خوشې کېدو وروسته د يکشنبې په ورځ په يوه الوتکه کې له پېښور څخه کراچۍ ته لېږدول شوى او هلته په يوه خوندي ځاى کې ساتل شوى دى.ځينو سرچينو دا هم ويلي، چې ملا برادر په کراچۍ ښار کې خپل هغه کور ته لېږدول شوى، له کوم ځاى څخه چې په ٢٠١٠ زېږديز کال کې د ځانګړو امريکايي او پاکستاني ځواکونو له خوا د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيول شوى و.په ياد راپور کې راغلي، چې د ملا برادر په اړه ټولې معاملې افغانستان، پاکستان او امريکا په ګډه پر مخ بيايي، خو دا نه ده په ډاګه شوې، چې ملا برادر به تر کومه په کراچۍ کې ساتل کېږي.ځينو سرچينو دا هم ويلي، چې ملا برادر به ترکيې، سعودي عربستان او يا هم متحده عربي اماراتو ته لېږل کېږي.طالبانو هم تر اوسه د ملا برادر د خوشې کېدو په اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى.