کور / تازه خبرونه / کندهار والي د برېښنا د سمون په اړه وروستۍ هلي ځلي وستايلي

کندهار والي د برېښنا د سمون په اړه وروستۍ هلي ځلي وستايلي

کندهار والي نن د خپل کار په دفتر کي دهمدې ولايت د برېښنا د اصلاحاتي کمېسيون هغه غړو ته چي په دې وروستيو کي يې د برېښنا د سمون او اصلاح په موخه هلي ځلي او کوښښونه کړي وو ستاينليکونه ورکړل.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ياد کمېسيون ټولي هغه هڅي چي د برېښنا د سمون په موخه يې کړي دي وستايلې او زياته يې کړه چي بايد د برېښنا د سمون په خاطر ټول لاس په کار سي تر څو کندهار ښاريان د دوامداره برېښنا څخه برخمن سي.

ښاغلي ويسا له دوي څخه غوښتنه وکړه چي د برېښنا په برخه کي دي د درغليو مخه ونيسي او هغه څوک چي د بيلونو په تحويل کي خنډونه پېښوي بايد امنيتي ځواکونو ته معرفي سي تر څو د غلا مخه په کلکه ونيول سي.

په ياد مجلس کي د کندهار برېښنا اصلاحاتي کمېسيون غړو کندهار والي ته د برېښنا د سمون په اړه وويل، اوسمهال يې د کندهار د برېښنا زيات لينونه، مېټرونه او نور هغه څه چي ورته ضرورت وو ترميم او نوي کړي دي.

هغوي زياته کړه چي ددې کمېسيون په هلوځلو سره زيات شمېر غيري قانوني برېښنا قطعه سوې او د درغليو او زورواکانو مخه نيول سوې ده چي له همدې کبله د عوايدو په برخه کي زياتوالي راغلي او د افغانستان د برېښنا شرکت له خوا کندهار ته تر ټاکلي حد اووه ميليونه زيات عوايد تر لاسه سوي دي او هيله يې وښوده چي نور به هم د عوايدو کچه لوړه سي.

په ورته وخت کي ياد کمېسيون له کندهار والي څخه غوښتنه وکړه چي د هغو شهيدانو لپاره چي د برق د سمون په حالت کي يې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړي بايد مرسته ورسره وسي تر څو د برېښنا په برخه کي د دوي هڅي او کوښښونه ستايل سوي او د دغه کمېسيون نور غړي هم تشويق سوي وي.

کندهار والي ژمنه وکړه چي د برېښنا په برخه کي د هغو کسانو له کورنيو سره به نقدي مرسته وسي چي د کندهار د برېښنا د سمون په موخه شهيدان سوي او خوږ ژوند يې له لاسه ورکړي.

د برېښنا د سمون په اړه د وروستيو هلو ځلو په پايله کي اوسمهال په کندهار کي په پرتله ييز ډول د کندهار د برېښنا حالت سم سوي خو دولت به يې د نور سمون په اړه هلي ځلي ګړندۍ سي.