د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ یوه اوسیدونکي حاجي میراحمد خپله دوه جریب ځمکه د ښوونځي د جوړولو لپاره ډالۍ کړه.
د بادغیس د پوهنې ریاست وايي، چې په ډالۍ شوې ځمکه به د قرقچ بلوچ منځني ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شي، چې د سلګونو نجونو لپاره به د خوندي تدریسي چاپېریال زمینه برابره کړي.
د پوهنې وزارت له ورته معارف پروره کسانو مننه کوي او ژمنه کوي، چې د ښوونځیو لپاره د خلکو په اهدا شویو ځمکو به ښوونځي جوړوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه