دسولې،ملييووالي او د ملي پخلايني د اوونۍ لمانځني په وياړ دسول په نوم د يوې مناظرې له لاري د سولي په وړاندي د پرتو ستونزو په اړه هر اړخيز بحث وسو.
ياده مناظره چي دسولې ولايتي شورا له خوا د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست په همکاري ددې رياست دغونډو په تالارکي جوړه سوه دسولې ولايتې شورا رئيس حاجي عطامحمداحمدي، د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت مير توتاخيل ،دولايتي شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري ،دښځو چارو رئيسي رقيعه اڅکزۍ او انجنيرعبدالکبير پکښي ګډون درلود. د مناظرې په لومړي سر کي دسولي دپروسې په اړه ځيني معلومات وړاندي سول او وروسته دنظر خاوندانو او خبريالانو پوښتنو ته جوابونه وويل سول.
دسولي شورا رئيس په کندهار ولايت کي دسولي پروسې دپياوړتيا په هکله هراړخيز معلومات وړاندي کړل، او د دولت پر مخالفينو يې ږغ وکړ چي نور له جنګ – جګړو لاس واخلي او دسولي دپروسېله لاري يو سوله ييز او ټولنيز ژوند پيل کړي.
قومي مشر انجنير کبير دافغانستان اوږد جنګ دافغانانو دبدمرغيو عمده لامل وباله او پر افغانانو يې ږغ وکړ چي نور د پرديو د دسيسو ښکار نه سي، د خپل هيواد د راتلونکي لپاره مثبت فکر وکړي.
همداراز دځوانانو کاروان د ټولني له خوا دسولي ولايتي شورا او سپورټ او بدنيي روزني آمريت په همکارۍ تېره ورځ دسولي نړيواله ورځ دسپورټي لوبو په تر سره کولو دکندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کيهم ولمانځل سوه.