د يوناما د لوړپوړي پلاوي او دځايي چارواکو ترمنځ د راتلونکو ټولټاکنو، بيارغونې او د سولې په منځته راتګ خبرې وشوې!!
د روان لمريز کال د زمري په لومړئ نېټه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عمومي استازي يان کوبېش مرستيال نيوکولس هېسم ، په يوناما کې ملکي چارو مسوول پيترګراف او يو شمېر نورو مسوولينو د خوست ولايت څخه د يوې ليدنې په ترڅ کې ددغه ولايت له چارواکو سره د راتلونکو ټولټاکنو، دخوست ولايت لپاره د بيارغونې د پروژو او د سولې پروسې په روان بهير او د لا ګړنديتوب په منځته راتګ خبرې وکړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي مرستيال نيوکولس هېسم او په ملکي چارو کې د يوناما مسوول پيترګراف پدې خوښي وښوده، چې د خوست په سرحدي ولايت کې د سولې او ثبات د ټينګښت، د ښې حکومتدارۍ د منځته راتګ، د ښوونې روزنې د پراختيا او د ولسونو ترمنځ د يووالي لپاره زيات کار شوى، چې له امله يې امنيتي وضعيت د پام وړ ښه شوى او هېڅ داسې تشويش نه ترسترګو کيږي، چې پدغه ولايت کې به د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره يوه تشه رامنځته شي.د دوى په خبره افغان ملي امنيتي ځواکونه اوس د دې جوګه شوي، چې په يوازې توګه له خپلې خاورې، ولس او ملي ګټو ساتنه او دفاع وکړي، چې پدې لاره کې يې د تېر کال راهيسې په عملي توګه بريالۍ او غېزمنې چارې سرته رسولي دي.
راغلو مسوولينو دخوست له ولايتي ادارې مننه وکړه، چې پدغه و لايت کې يې د ملګرو ملتونو يا ((UN)) او نورو مرستندويه موسساتو سره د ښې همغږئ په شتوالي کې خپلې چارې په منظم ډول سرته رسولي او دوى ټول نړيوال موسسات يې په ورکړي مېلماپالنه وياړي.د همدې مېلماپالنې او ښې همغږئ په وياړ نيوکولس هېسم او په ملکي چارو کې د يوناما مسوول پيترګراف دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په نامه هغه رالېږل شوى ستاينليک د ولايت مقام چارواکو ته ډالۍ کړ، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي استازي يان کوبېش له لوري ترتيب او لاسليک شوى وو.
دوى ژمنه وکړه، چې خوست به هېڅ وخت له ياده ونه باسي، بلکې په هره ستونزه او اړتيا کې به يې په هرحالت کې مرستې ته وردانګي او لاسنيوى به يې کوي.
پدغه ناسته کې چې د ولايت مقام اداري او مالي ريس محمدظاهرطوطاخېل، دخوست د ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار،د ولايت مقام د دفتر ريس محمدزمان عادل، د اقتصاد ريس انجنيرحميدشاه او يو شمېر نورو چارواکو ګډون درلود، له راغلي پلاوي يې د ښه راغلاست ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې پدغه ولايت کې دې د بې کارۍ د کچې په ټيټوالي کې له نورو مرستندويه ادارو سره ګډ کار وکړي ، ترڅو پدغه سرحدي ولايت کې چې همېشه ترګڼو تهديداتو لاندې وي، سوله ، ثبات او اوسنى حاکميت ثابت وساتل شي.
دوى زياتوله د بهرنيو ځواکونو په وتو او د هغوى د پروګرامونو په محدودېدو سره پدغه ولايت کې پنځه دېرش زره تنه وزګار شوي، چې د اندېښنې وړ خبره ده، بايد يوناما يې د نورو مرستندويه موسساتو سره په شريکه د ځينو بنسټيزو پروژو په پلي کېدو کې بېړنۍ هڅې وکړي او خلکو ته د کار کولو زمينه مساعده کړي.
د دوى په خبره که چېرې د بې کارۍ کچه کنترول او ټيټه شي، نو له شک پرته پدغه سرحدي ولايت کې به د قوانينو پلي کېدو ، د تاوترېخوالي کمېدو او د امنيت د ټينګښت سبب وګرځي.
همداشان د خوست ولايت ځايي چارواکو پدغه ولايت کې د حکومتدارۍ، سولې، امنيت، ولسي همکارۍ، دولتي حاکميت،ښوونه روزنه، روغتيا او دخلکو او دولت ترمنځ په نږدې اړيکو مالومات وړاندې کړل، د دوى په خبره عليشېر،باک او صبري هغه ولسوالۍ وې، چې تګ راتګ ورته لوى ستونزمن کار وو، خو اوس د حکومتدارۍ په چارو کې د پرمختګ،ښې همغږۍ، د مدني ټولنو او ولسونو سره نږدې اړيکې او منظم پلانونه ددې سبب شوي، چې او يوازې په عليشېرو او باک ولسواليو کې دا مهال نولس ((١٩)) د بيارغونې پروژې په مختلفو برخو کې ترکار لاندې او دوام لري.
دوى په خپلو خبرو کې دا هم وويل خوست د افغانستان يو له هغو ولايتونو دى، چې د کال څلور واړه فصلونه يې هرډول کار کولو ته اماده دي، په همدې اساس هره مرستندويه اداره کولى شي، چې د کال په هرفصل کې پدغه ولايت کې د بيارغونې پروژې پلي کړي.
دخوست ولايت چارواکو په خپلو خبرو کې د ټولټاکنو پروسه د هېواد لپاره خورا مهمه وبلله او زياتوله يې چې پدغه ولايت کې د ټاکنو ترسره کولو ته په هره برخه کې زمينه مساعده ده، خو غوښتنه يې وکړه، چې د ټولټاکنو خپلواک کميسيون بايد دغه ملي پروسه په پوره بې طرفۍ سره پرمخ بوزي او هېچا ته ددې موقع ورنه کړي، چې دغه ملي او برخليک ټاکوونکى بهير له ستونزو او ننګونو سره مخامخ کړي.دوى ټينګار کاوه، چې ټاکنې بايد عادلانه او رڼې ترسره شي.
د يادولو وړ ده، چې د د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال نيوکولس هېسم د وږي په ٢٣ درويشتمه نېټه په پلازمېنه کابل کې د خوست ولايت لپاره په جوړ شوي پرمختيايي کنفرانس کې هم ګډون کړى وو.نوموړي په هغه کنفرانس کې ويلي ول، چې د بهرنيو ځواکونو په وتو او د پروګرامونو په محدودېدو سره په خوست ولايت کې ((٣٥٠٠٠)) پنځه دېرش زره تنه بې کاره شوي او بې روزګاره دي، چې بايد د مرکزي حکومت سکتوري وزارتونه او نړيوال مرستندويه موسسات يې غم وخوري.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه