د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي دوه عسکر ئې د افغانستان په ختيځ کي وژل سوي.
خبرپاڼه چي نن د افغانستان پر وخت د سهار پر ٠٣:٥٠ دقيقې لراوبر ته رارسېدلى ليکي چي وژل سوي باندنيان د افغانستان په ختيځ کي د ماين په يوه چاودنه کي وژل سوي.
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوو عسکرو د وژل کېدو او هويت د څرګندولو په اړه څه نه دي ويلي.
اسلامي حزب او وسله وال طالبانو د هيواد په بېلابېلو سيمو کي پر بهرنيانو د بريدونو ادعاوي کړي.