کور / هراړخیز / د هیواد د یوه تاریخی شخصیت سره څو شیبې

د هیواد د یوه تاریخی شخصیت سره څو شیبې

عزيز الله واصفي د کندهار ولايت له مخورو او پېژندل سويو شخصیتونو څخه دى، چې د ظاهرشاه په زمانه کی د كندهار د خلكو له خوا د ولسي جرګې استاز ی و. په ۱۹۷۵ میلادی كال د سردار داود خان د حکومت د كرنې د وزير په توګه ګمارل سوی وو.په ۱۹۷۷ میلادی کال د سردار داود خان د واکمنی پر مهال د لويې جرګې د ريس په توګه وټاكل سو . تر هغه وروسته په هیوادکی دهغه مهال د روانو پیښو او ستونزو د حل په نیت د روم جوړښت مهم غړی سو او ورسره سم د مرحوم ظاهر شاه ( با بای ملت ) سلاكار هم غوره سو . خو کله چی په افغانستان کی دطالبانو د واکمنی تر نړیدلو وروسته د نویو پیښو لړی پیل سوه ( ۲۰۰۲ میلادی کال ) ښاغلی واصفی د یوه ملی مشر په توګه په لومړیو دو – درو کالونو کی د یوه سالم ملی افغانی نظام د جوړولو په نیت د هیواد مسولینو او چار واکو ته د مشورو ورکولو موقف اختیا رکړ او په هیځ ډول دولتی او اداری چارو کی یی برخه ونه غوښتل .

ما ته د تاریخ د یوه لاروی په توګه د هیواد د یوه داسی شخصیت لیدل اړین بریښیدل چی د هیواد په معاصر تاریخ او په ځانګړی توګه د شلمی پیړی په بشپړه نیمایی ( ۵۰ کاله ) کی یی دبیلا بیلوسیاسی او ټولنیزو پیښو لوري اغیزمن او متآثره کړیدی . له نیکه مرغه ، د روان ۱۳۹۲ لمریز کال د زمری میاشتی په ۲۲ مه نیټه د سه شنبی په ورځ می د بلخ پوهنتون ریس ښاغلی مکمل الکوزی په مرسته د هیواد ددې تاریخی شخصیت سره دلیدو کاتو هیله پوره سوه .

د شیر پور مینی په یوه کورکی می د هیواد د نیمی پیړی د سیاسی او ټولنیزو پیښو یو تن سر لاری ولید، د پر مختللی عمر علایم یی په چهره کی برملا وه ، خو لا یی د هیواد سره د مینی ولولې د یوه ځواکمن افغان په څیر په هره وینا او حرکت کی څرګندی وې . لا یی د هیواد مور ته د خدمت هیلی په فکر او عمل کی څرګندی وې ، لا په هیواد کی د روانو ناخوالو په وړاندی د بیدریغه مبارزې لپاره چمتو وو. لا یی د هیواد ځوان نسل ته د هیواد پالنی په نیت دبلهاریودرسونه درلودل . او د هر بحث منځ ټکی یی دا وو چی ( د هر هیواد لپاره ، اتفاق واکمنی او بی اتفاقی غلامی ده !)

د ټولنیزی ودی د یوه اصل په توګه دا وینا د باور وړ ده چی د ټولنیزو پیښو محرکه ځواک ټولنه ده خو د پیښو د مهال شخصیتونه د پیښو لوری اغیزمن کوی . د همدې تاریخی اصل پر بنسټ د نړی په تاریخ کی زیاتی پیښی د هغه مهال د شخصیتونو سره تړلی پیژندل سویدی . فرانکلین روزولت ،وینستون چرچیل ، جوزف ستالین ، اودلف هیتلر او یو شمیر نورو نومونه دنړیوالی جګړی سره سم یادیږی .دا تاریخی اصل د هیوادونو په تاریح کی هم ورته دی .جمال عبدالناصر او مصر ، کمال اتاتورک اوترکیه،امان الله خان او افغانستان ، ګاندی او هند او داسی نوری بیلګی د نړی د هیوادونو په کچه یادولاسی سو.

زموږ د هیواد په تاریخ کی هم یو شمیر پیښی او د پیښو عاملین د زیاتو توضیحاتو پرته په یوه لنډه وینا او یا یوه سرلیک کی پیژندل کیږی . د بیلګی په توګه امان الله خان د ازادی سمبول ، نادر خان د ثبات عامل ، د داود خان د پر مختګ لیوال او داسی نور یادولای سو. د شک پرته د منلو ده چی د دا ډول پیښو او د پیښو محرکو شخصیتونو بریاوی د هغوی د ملګرو د صادقانه ملاتړ له امله وې . که د امان الله خان ترڅنګ محمود طرزی ، عبدالقدوس خان اعتماد الدوله ،عبدالهادی داوی او دا ډول نور شخصیتونه مل نه وای ، ښایی د پیښو لوری به دا ډول چی اوس یی په ویاړ یادوو ، نه وای پیښی سوی . همدا ډول د محمد نادر خان د وروڼو شتون د هغه بریاوو ته لوری ورکړ، د داود خان د واکمنی پر مهال هم د هغه یو شمیر ملګرو د هیواد د چټک پر مختګ لپاره د هغه بیدریغه ملاتړ وکړ ، چی د دې ملاتړ کونکو له شمیره یوه مهم شخصیت ښاغلی عزیز الله واصفی وو .

عزیز الله واصفی د هیواد د یوه اغیزمن شخصیت په توګه د بیلا بیلو واکمنانو سره د ګډ کار تجربې او خاطرې لری ، دا تجربې او خاطرې د نوی افغان کهول لپاره الهام ورکونکی منابع شمیر کیدای سی . خو په دې لنډه لیکنه کی د هغو شیبو ټول بیان نه سم کولای چی د ښاغلی واصفی سره می درلودې . په دې لیکنه کی یوازی د ښاغلی واصفی یوه خاطره را یادوم چی ښایی زیاتو لوستونکو به نه وی اوریدلې ، د دې سره یوڅای به د خاطرې رښتینوالی او ورستنی اغیزی هم د لنډو مالوماتو سره یوځای کړم چی د رنو لوستونکو ته د خاطرې د ویونکي او د خاطرې د پنڅونکي وطنپال موقف او د هیواد سره د مینی کچه څرګنده سی .

د داود خان د مځکو د ملکیت مسله :

د ښاغلی واصفی په وینا داود خان ته په زرګونه جریبه مځکه د خپل کاکا سردار هاشم خان څخه په میراث پاته وه .،او دا مځکه یی د لومړی جمهوری نظام په دوهم کال په دوو برخو و ویشله ، لومړی برخه چی زیاته وه د ملی دفاع وزارت ته د ټولو اداری او قانونی مراحلو تر وهلو وروسته د هرډول مادی او یا معنوی امتیاز پرته تسلیم کړه ، دوهمه برخه یی هغو بزګرانو ( کښته ګر ) ته ورکړل چی د ډیرو کالونو راهیسی یی پرهغه مځکه کار او کښت کاوه .

دښاغلی واصفی په وینا چی هغه مهال نوموړی د کرنی چارو د وزارت دنده درلودل . د دې ملکیت ویش او ورکړه د دوو اړخونو ستونزه درلودل ، لومړی دا چی د داود خان د کورنی یو شمیر اړوندانو او دوستانو به ویل چی په دې مځکو کی د داود خان د اولادونو حق سته ، دا باید د داود خان د اولادونو تر منځ و ویشل سی نه دا چی وزارت دفاع او یا بزګرانو ته و ویشل سی. دوهمه ستونزه د ملکیت اداری مراحل وه . دولتی ادارو ته د مځکی ورکړه د مالک او یا مالکینو تر شرعی توافق ورسته د اجرا وړ ګرځی .

د دې دواړو ستونزو د حل په نیت می په پیل کی د شخصی اړیکو پر پنسټ هڅی وکړی چی داود خان دې ته وهڅوو چی د خپلی کورنی سره په هیواد کی د روان دود پر بنسټ د ویش چاری تر سره کړی ، خو داود خان دا ونه منل او پر خپل وینا ودریدی چی زما دمځکی شل جریبه هغو بزګرانو ته ورکړی چی همدا اوس کار پکښی کوی او تر شلو جریبو زیاته مځکه دی د دفاع وزارت په واک کی ورکړل سی . تر هغه وروسته می شهید داود خان ته د هیواد د دولتی مشر په توګه دا ستونزه په رسمی توګه وړاندی کړه .

شهید داود خان د مسلې د حل په نیت د خپلی کورنی ټول غړی او نږدې دوستان را وغوښتل او څو ورڅی یی په پرله پسې توګه موضوع د کورنی د غړو سره مطرح کړه او هغوی یی دې ته اړ کړل چی د مځکو ورکړی ته حاضر سی. د داود خان تر ټولو تکراری دلیل دا وو چی زما د نیکه څخه را پاته مځکه ټوله اته جریبه مځکه ده ، په همدغه اته جریبه مځکه زما کورنی حق لری ، خو هغه میراث مځکه چی ماته پاته سویده ، هغه باید و ویشل سی.

داود خان به د خپلی کورنی غړو ته همدا ویل چی تاسو باید خپل ځانونه په داسی مسلکی چارو بوخت کړی چی هر مهال ستاسو د ژوند تضمین وکړای سی، بیله دې چی تاسو د پلار او یا نیکه په ګټلې ژوند وکړی . هغه به خپلو اولادونو ته ویل چی که تاسی د یوه کار وړتیا ولری ، په دولت او حکومت کی تاسو ته د کار زمینه پیدا کیږی ، په هغه صورت کی تاسو اړ نه یاست چی د پلار ګټلی ته د طمعی سترګی ونیسی . په دولت او حکومت کی ستاسو کار هم ویاړ دی او هم ستاسودسالم ژوندانه تضمین دی .

د ښاغلی واصفی په وینا په پای کی د کرنی وزارت پر وړاندیز د جمهور ریس حکم په دې ډول ولیکل سو چی : د کرنی وزارت ته حکم کیږی چی دمحمد داود ولد محمد عزیز خان مرحوم په نوم ثبت سوې ،ټوله مځکه دی لومړی هغو بزګرانو ته شل – شل جریبه و ویشل سی چی هغوی تر اوسه کار پر کوی او پاته نوره ټوله مځکه دی د هیواد ملی دفاع محترم وزارت ته رسما ورکړل سی !

د ښاغلی واصفی تر ملاقات وروسته می هڅه وکړه چی د یو شمیر هغو کورنیو سره خبری وکړم چی د داودخان مځکی ورته تسلیم سوی وې .د دې کورنیو په لړ کی می د پغمان ولسوالی د کشکک د سیمی څوتنه سپینږیری ولیدل او د هغوی سره می د داود خان د مځکوپه اړه خبری وکړې . په پیل کی ستونزه دا وه چی خلکو د رښتینو خبرو د ویلو څخه ډه ډه کول خو وروسته – وروسته چی د خلکو دا ډاډ حاصل سو چی د رښتیا ویلو څخه کومه ستونزه نه پیدا کیږی ، بیا یی دداود خان د مځکو په اړه کټ مټ همدا خبری چی ښاغلی واصفی راته د یوه وزیر په توګه کړی وې ، تکرار کړې .

یوه په زړه پوری خبره لا دا هم د خلکو له لوری وسوه چی هغوی ویل : د زراعت وزارت له لوری دا ویش هغه مهال وسو چی د غنمو حاصلات نیم اخستل سوی وه او نیم پاته وه . هغوی چی وړاندی یی حاصلات اخستی وه او د تیرو کالونو په ډول یی د داود خان حق ورکړی و، کله چی دا مځکی و ویشل سوې نو داودخان هغه شمیر بزګران ور وغوښتل چی تر ویش وړاندی یی حاصلات د داود خان کورنی ته ورکړی وې ، هغوی ته یی بیرته د هغه حاصلاتو بدل نغدی پیسې ورکړلی .

ددرند مشر ښاغلی واصفی صاحب څخه نړۍ مننه

په درنښت

د خاطرو دا لړی دوام لری .