کور / تازه خبرونه / روزګان: د ٣ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

روزګان: د ٣ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د روزګان ولايت د خاص روزګان اولسوالۍ په چکه جوى سيمه کي د افغان ځواکونو له لوري تېره شپه عمليات سوي دي.
په دغه تر سره سوو عملياتو کي چي يوازي افغان پوليسو تر سره کړي دي پر مهال يې دري تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي او د هغوى څخه يو د چوونکو توکو ډک موټر سايکل هم تر لاسه سوی دی .
د دې ولايت د امنيي قومندانۍ وياند فريد عايل وايي چي په نوموړي سيمه کي دا عمليات وروسته له هغي وسول کله چې پوليسو د وسله والو طالبانو د ستون او فعاليتونو راپور تر لاسه کړ.
نوموړى وايي چي په سيمه کي اوس مهال پوليس پلټني کوي او د دې عملياتو په لړ کي ئې يو شمېر وسلې او مهمات نيولي.
دى وايي چي په دې عملياتو کي پوليسو او اولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.