کور / شعر / پـګـړۍ

پـګـړۍ

اغيار دې زان ته وركړى نه يي كوم
زه دجنت غوندى ماڼۍ لرمه
چى پښتانه يي په سرونو يږدى
داسى درنې درنې پګړۍ لرمه 



اغياره پام كوه په دغه لورى
چيرته چى رانسې خراب به دى كړم
نوم اونښان به دى كړم له نړۍ
لكه فرعون ده درياب به دى كړم 



اغياره پام كړه تېروتنه مه كړه
بيا به ارمان كوې خپل لاس به مروړې
بيابه دورك معشوم په شانى ږاړې
اودخپل كور كلى پوښتنى به كړې



هاپر نړۍ چې پړكولې تورى
دلته چى راغله خپل سرونه يي خوړل
خوندو اومندو يي جنازې ږړلې
زموږله لاسه يي زخمونه خوړل 



چى په لكهونو به يي حساب كېدلو
دلته چى راغله نيمه خوا سوه ټوله
داسى سبق موورته وښودلو
تر ولكه لاندى تېر جلا سوه ټوله 



كه يي په نوك وهې په سوك به يي وهمه
ده درګا دټكېدو جواب مو زده ده
ده دې قوم له درګا سره به پام كړې
دګزار درغېدو جواب مو زده ده 



كه ږوندى مو ورړې ږوندى درڅه راوړمه
اغياره كله درپرېږدمه خپل وګړى
په يو څو مړو به خلاس نسو تر پايه
ږوندى كله چاپه مړو بدل كړى



يوزه يم په لكهونوراسره دى
ده وطن دمينى چغه ګړندۍ ده
ياد يي ساته په هروخت كښى هېردى نسى
ده مير وېس نيكه پګړۍ مى لا ږوندۍ ده 



كه ما مړ كړې پاته نلرې جهان كښى
دا وګړى لروبر كښى راسره دى
چى يي نخښه په پښتو كښى ده يوالي
ده احمدده پګړۍ وږى راسره دى