کور / تازه خبرونه / پاکستان نن ملا برادر خوشی کوي

پاکستان نن ملا برادر خوشی کوي

اسلام اباد: درسنيوپه خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي د طالبانو مرستیال ملا عبد الغني برادرد به نن د شنبې په ورځ په پاکستان کې ازاد کړي.د پاکستان د بهرینو چارو وزرات ویاند وويل دا ګام د دې لپاره پورته کېږي چې د ‘افغانستان د سولې د عالي شورا سره مو مرسته کړې وي.ملا برادر یو له هغو څلور کسانو دی چې په ۱۹۹۴کال کې یې په کندهار کې د طالبانو بنسټ کېښود.هغه له هغه وروسته د طالبانو د ډلې له مهمو کسانو شو چې په ۲۰۰۱کال کې امریکا پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو حکومت یې وړنګاوه. نوموړی په ۲۰۱۰کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو.افغان ولسمشر حامد کرزي اسلام اباد ته په خپل وروستي سفر کې هم له پاکستانه و غوښتل چې د افغانې سولې بهیر سره د مرستې په خاطر باید پر طالبانو فشار راوړي.د ښاغلي کرزي په ځواب کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف وويل غواړي د سیمې په کچه په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو لپاره هڅې وکړي.څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي و چې د طالبانو د مرستیال ملا عبد الغني برادرد خوشي کولو په تفصیلاتو کار روان دی او دی په خپله به یې د پرېښودو پر وخت او کړنلاره پرېکړه وکړي.نواز شریف دا خبرې ترکيې ته په رسمي سفر کې کړې وې.د افغانستان د سولې عالي شورا د ټولو طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کوي څو په دې توګه د سولې له بهیر سره مرسته وشي.