کور / تازه خبرونه / کندهار : د سولي او پخلايني اوونۍ ولمانځل سوه

کندهار : د سولي او پخلايني اوونۍ ولمانځل سوه

د کندهار ولایت په ولایتي شورا کي د ولایت مقام او د همدې ولایت د سولي د شورا لخوا د سولي او پخلايني ا وونۍ د سلګونو کندهاري اوسېدونکو په گډون په خاصو مراسمو ولمانځل سوه.

د سولي او پخلايني اونۍ په لمانځل غونډه کي د کندهار ولایت د ولایتي او سولي شوراګانو رئیسانو او غړو تر څنګ قومي مشرانو، جهادي او مخورو سپين ږیرو او زیات شمېر ځوانانو او ښځو برخه اخیستي ول.
د غونډي په پيل کي د همدې ولایت د سولي شورا رئیس حاجي عطامحمد احمدي په یوه ټولنه کي د سولي او امن پر ټینګښت او د سولي د پروسې سره د وسلوالو مخالفینو پر یوځای کېدو خبري وکړې او ويې ویل چي سوله او امن د اسلام دوهم نوم دی، هر شخص ته په کار ده چي د سولي په راوستلو کي زیار او کوښښ وکړی تر څو وطن مو د جنګ جګړو او نورو بدبختیو څخه خلاص وي.
ښاغلي احمدي زیاته کړه چي بې له سولي امنیت نه سي راتلای او تر څو چي په وطن کي د سولي او امن فضا نه وي ټینګه سوې تر هغو مو بچیان د علم او پوهي د زده کړي څخه نه سي برخمن کېدای.
نوموړي د ښځو څخه وغوښته چي د سولي په راوستلو کي دي د خپلو خاوندانو، زامنو او ورونو سره خبري وکړي او د توپک پر ځای دي دوي د قلم او د سولي د پروسې سره یو ځای کېدو ته تشویق کړي تر څو په وطن کي مو د مشکلاتو او ناخوالو کمبله ټوله سوې وي او د هیواد نوم مو د تېر په څېر د نړۍ په تاریخ کي په زرینو کرښو ثبت سوی وي.
دغه راز يې پر ټولو مخالفینو ږغ وکړه چي د سولي د پروسې سره یو ځای سي .