کور / تازه خبرونه / رازق : ريګستان او ښوراوک اولسواليو ته هيڅ کار نه دئ سوى

رازق : ريګستان او ښوراوک اولسواليو ته هيڅ کار نه دئ سوى

د كندهار سميه ايز امنتي مسولين په ريګستان او ښوراوك اولسواليو كي خلګ په يو عالم ستونزو كي ښكيل بولي او زياتوي چي په ملكي برخه کي ددې اولسوالۍ خلګو ته هيڅ هم ندي سوي .
د كندهار امنيه قوماندان دغو ولسواليو ته د پوليسو د حالت د کتو له پ اره تللي وو چي د خلګو د زياتو ستونزو د اوريدو سره مخ سو .
د كندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق ريګستان او ښوراوك (ښورابک) هغه دوې اولسوالۍ يادي كړي چي خلګ ئې د ژوند په بيلابيلو برخو كي په ستونزو كي ښكيل دي .
امنيه قوماندان زياتوي چي د كندهار ولايتي ادارې يادي اولسوالۍ له پامه غورځولي او په ملكي برخه كي ورته هيڅ هم نه دي كړي چي اوسيدونكي ئې حتى د څښاك اوبه هم نه لري .
هغه په ريګيستان او ښوراوك اولسواليو كي د افغان ځواكونو فعاليتونه وستايل او د ولايتي ادارې څخه ئې په ټينګه غوښتنه وكړه چي د ډبرينو ديوالونو څخه دي را ووزي او وروسته پاتو اولسواليو ته دي كار وكړي څو د خلګو ستونزي حل او په دې سره حكومتداري پياوړى سوې وي .
په دې اړه مو د کندهار د ولايتي ادارې څخه خپل نظر غوښتى خو هغوى د خبرو او نظر ورکولو څخه ډډه کوي.
ريګستان او ښوراوك اولسوالۍ له كندهاره په ۳۲۰ كيلومتري كي پرتي دي زيات مهال ددې اولسواليو اوسېدونكي خپل ناروغان پاكستان هيواد ته وړي .