کور / تازه خبرونه / كابل:طالبانو د امنیت پر کارکوونکو تاکتيکي برید کړی

كابل:طالبانو د امنیت پر کارکوونکو تاکتيکي برید کړی

طالبان وايي دکابل د ۵ امنيتي حوزې په مربوطاتو دفضل بيک په ساحه کي يې د ملي امنيت کسانو او پولیسو هغه وخت بمي چاودني وکړې چي دوی د يوه طالبانو لخوا کاریدونکی ټيلفون او ټيلفون خاوند د نيولو په موخه پر کور چاپه ووهله.
ذبیح الله مجاهد وایي دا يو تاکتيکي بريد و.
مجاهد وايي دغه کور په چاوديدونکو توکو وپوښل شو او کشف شوي ټلیفون سيټ پکې ځای په ځای شو ، وضعيت دلرې څخه د طالبانو ترڅار او کنټرول لاندی وو ،نوموړی وایي بیګا شپه شاخوا ۹ بجې دکابل ادارې داستخباراتو کارکونکو او پولیسو د چاپې په دود په نومړۍ تش او په ماين پوښل شوي کور ناڅاپه حمله وکړه چې ددوی دپوره داخليدو سره سم طالبانو له لرې څخه چاوديدونکي توکې پرې انفجار کړل.
طالب ویاند ادعاکوي چي د کور زیاته برخه ویجاړه سوي او ګڼ شمېراستخباراتي کسان او پوليس چې دحملې په نيت مړه او زخمیان سويدي.
د دغي ادعاو په باب د ملي امنيت رياست معلومات نه دي خپاره کړي.