کور / تازه خبرونه / وردګ : د ١ وسله وال قومندان د وژلو ادعا وسوه

وردګ : د ١ وسله وال قومندان د وژلو ادعا وسوه

د ورګو ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي په دې ولايت کي يو وسله وال قومندان او دهغه يو ملګرى د عملياتو په جريان کي وژل سوي .
دا عمليات چي د دې ولايت په چغتو اولسوالۍ کي ترسره سوي پکښي د وسله وال يو قومندان او يو ملګرى وژل سوي.
خبرپاڼه ليکي چي په دې عملياتو کي حکومتي لوري ته پکښي کوم زيان نه دئ اوښتى خو خپله طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.