د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د هوايي بريدو په پايلو کي د وسله والو څلور قومندانان وژل سوي.
لومړۍ پيښه د نوموړې ولسوالى په مالموند سيمه كې د دوشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې يو قوماندان ملا فيض الرحمن د هوايي بريد په ترڅ كې په نښه شوچې په پايله كې يې نوموړى له دوو تنوځانمرگوبريد كوونكواويوه ساتونكي سره ووژل شو.
په همدې ورځ د نوموړې ولسوالى په ساروان كلا سيمه كې د وسله وال يو بل قوماندان ملا پاينده محمد چې مشهورپه ذاكروال اصلا د موسى كلا ولسوالى اوسيدونكى اوپه سنگين كې يې د وسله والو په ليكوكې غټ رول درلود چې د روانوعملياتوپه ترڅ كې وژل شوى دى.
همدا رازد سه شنبې په ورځ په نوموړې سيمه كې د سهارپه اتوبجوملا محمد شاه چې د كجكي ولسوالى اوسيدونكى دى د يادوعملياتوپرمهال وژل شوى اوددې ترڅنگ ملا زبيرچې په شهزاده مشهوردى په همدې ورځ ۱۱ بجې كله چې عمومي سړك ته راپورته شوى د امنيتي ځواكونولخوا په نښه اووژل شوى دى.
د سنگين په اړوند سيموكې اوس هم د امنيتي ځواكونولخوا چاڼيزعمليات دوام لري چې دا مهال له كوم مقاومت سره نه دي مخ شوي.
بل لورته د سه شنبې په شپه د موسى كلا ولسوالى د چغالي سيمې په امنيتي پوسته وسله والو بريد كړى چې په پايله كې يې يو پوليس وژل سوى او يو بل ټپي سوى دئ .