کور / سياسي / کډي مي باريږي، تړون مي را امضا کړه

کډي مي باريږي، تړون مي را امضا کړه

پر عربي مېرمني د امريکايي عسکرو ډليز تېری

په انټرنټ کي د زيات وخت راهيسي د عراق د جگړې د يوې پيښي انځورونه خپريږي. کله دغه انځورونه په فيسبوک کي او کله په نورو وېبپاڼو تر سترگو کيږي. دغه انځورونه د ابو غريب د زندان د انځورونو څخه لا زيات تکان ورکوونکي دي. پدغو کي ښودل کيږي چي د امريکايي عسکرو په جامو کي ملبوس څو نارينه چي سپين پوستي دي، پر يوې عربي ښځي جنسي تېری کوي. دا چي دغه پېښه په رشتيا هم رامنځ ته سوې که نه، دقيقه نده معلومه. خو يوه خبره چي ثابته ده هغه دا ده چي دا د خپل ډول لومړۍ پېښه نده او نه به هم وروستۍ وي. په نژدې تاريخ کي ورته گڼ شمېر پيښي رامنځ ته سوي او خلک په خبر سوي دي. پدغو کي تر ټولو مشهوره او د شرمه ډکي پيښي د ويتنام د جگړې دي چي پکښي امريکايي عسکرو و وېتنامي مېرمنو او حتی کم سنو ماشومو انجونو ته بدلمنۍ اړولې. دا چي د ورته هغو پيښو شمېر به څومره وي، چي ورڅخه نړۍ لا نده خبره هيڅوک ندی خبر. د افغانانو لپاره دا موضوع پدې مهمه ده چي په افغانستان کي هم د څلويښتو بهرنيو پلرونو زامن د وسلې سره مل راغلي دي.

افغانانو ته څوک ضمانت ورکوي؟

ايا د دې ضمانت څوک ورکولای سي چي يادي پيښي ته ورته پيښي په افغانستان کي ندي سوي؟ يا به بل ډول دغه پوښتنه مطرح کړو. ايا د دې ضمانت څوک ورکولای سي چي که بهرني او په زياته بيا امريکايي عسکر په افغانستان کي لا زيات وخت پاته سي، دغسي پيښي به نه رامنځ ته کيږي؟ د دغسي پيښي په صورت کي به امريکايي عسکر چيري محاکمه کيږي؟

ايا دغه گارنټي موږ د افغانې ادارې د رئيس ښاغلي حامد کرزي څخه تر لاسه کولای سو؟ د هغه رئيس دولت څخه چي پخپله خپلو ملګرو ته د تلويزيوني کامرو مخي ته وايي «غلا کوئ خو بهر ته يې مه وړئ»؟ او که افغانان د کرزي صاحب د خوش اخلاقو شريفو او نجيب نورو چارواکو څخه ضمانت تر لاسه کولای سي؟ بيا که دوی دغه ضمانت ور هم کړي، نو د دغو شريفو خلکو ضمانت به څه ارزښت ولري؟

ايا د هغې «لويي جرگې» گډون وال چي امريکايي عسکرو ته به په افغانستان کي د پاته کېدو اجازه ورکوي، د دې ضمانت کولای سي چي امريکايي عسکر به د ولسي خلکو ژوند او ناموس ته زيان نه اړوي؟ د امنيتي تړون په ترڅ کي پاته سوي امريکايي عسکر که پداسي کارونو لاسونه پوري کړي، نو پر دغه ډول امنيتي تړون لاسليک کوونکي لوړ پوړي او ټيټ پوړي چارواکي او په همدې ډول د لويي جرگې گډون وال به څه ډول مسؤليت ولري؟ افغانان بايد بيا د دغو امضا کوونکو سره څه ډول چلن وکړي؟

هر لوستونکی دي يادي پورتنۍ پوښتنې د ځان څخه وکړي او بيا دي يې پخپله جواب کړي.

بيا ازمويلو ته اړتيا نسته

د امنيتي تړون په باب رئيس دولت ښاغلي حامد کرزي صاحب په څو څو واري ويلي دي چي « تر کومه وخته چي زموږ شرطونه ونه مني، هيڅکله به تړون ورسره امضا نه کړو.» پدې توگه افغان دولت داسي ښيي چي گواکي د امريکا د متحده ايالتو سره د يوه داسي دريځ له مخي خبري کوي چي پر مساواتو ولاړ دی. افغان دولت او ولسمشر کرزی داسي څرگندول غواړي چي گواکي په خپل دريځ کي خپلواکه دي او د افغانانو ښېگڼې ته د پرېکړي پر وخت لومړيتوب ورکوي.

خو د ولسمشر څخه نيولې بيا د ادارو تر رئيسانو پوري اوسنۍ افغان ادارې دا خبره په اثبات رسولې چي نه خو دوی پاک دي او نه خپلواک. دوی دا خبره ثابته کړې چي ورته ملي گټي لومړيتوب نه لري او نه هم د راغلو بهرنيو ځواکونو سره د مساواتو له مخي دريځ خپلولای سي. ټول دغه کسان افغانانو ته معلوم سوي او د بيا ازمويلو اړتيا يې نسته.

داسي يوه اداره چي تر ۹۹ سلنې پوري پر توپکسالارانو او په اداري فساد ککړو خلکو ولاړه وي، هغه به څنگه د افغانستان و ښېگڼو او دلچسپيو ته لومړيتوب ورکړي؟

نه يوازي حکومت بلکه د افغانستان پارلمان هم د اعتبار او اعتماد وړ ندی. د بېلگي په توگه د دغه پارلمان د لومړيو کارونو څخه يو دا ؤ چي ټول هغه کسان او ډلې يې د قانون د منگولو او راتلونکو محاکمو څخه ليري او خلاص کړل، چي په تيرو لسيزو کي يې بشر ضد کارونه کړي ول. په ډلوژنو، جنسي تېريو او ولس شړنه تورن ټول دغه کسان پاک وبلل سول.

په جگړه کي مسلط سوي تړونونه ناچله دي

افغانان به هيڅکله هم د ښاغلي کرزي صاحب د فاسدي حکومتي ډلې او يا هم د زور توپک درغليو او پيسو پر بنياد رامنځ ته سوي ولسي جرگې داسي پريکړي ومني، چي د افغانستان د خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتيا سره تړلي وي. د افغانانو لپاره د تمثيلي لويو جرگو پرېکړي هم د منلو وړ ندي. په زياته بيا داسي پرېکړي چي پکښي د افغانستان بقا، خپلواکي او د افغانانو ژوند او ناموس پکښي مطرح وي.

دا خو بالکل د منلو وړ نده چي له يوې خوا د ۲۰۱۴م کال پوري د بهرينو عسکرو د وتلو خبري کيږي او له بل اړخه د «کډي مي باريږي زوی مي را مُلا کړه» په ډول د امنيتي تړون پر امضا تلوار کيږي او جگړه هم په زور او شور روانه وي.

اول سوله بيا تړون

که د امريکا متحده ايالات وي او که بل څوک، که د افغانستان سره کوم تړون لاسليک کول غواړي، يوازي هغه وخت د افغانانو لپاره د منلو وړی دی چي په هيواد کي سوله وي. د جگړې پر وخت د لاسپوڅو لخوا لاسليک سوي هر ډول تړونونه د افغانانو لپاره د منلو وړ ندي او ناچله دي. لکه څنگه چي افغانانو تر نن پوري د ډيورنډ کرښه نده منلې، د جگړې په جريان کي تپل سوي نور تړونونه به هم هيڅکله ونه مني. اول به سوله راځي، جگړه به ختميږي او بيا به افغانان د خپل راتلونکي په هکله پخپله تصميم نيسي.

افغانان نه يوازي د امريکا د متحده ايالاتو سره، بلکه د نړۍ د نورو ټولو ملتونو او په خاصه توگه د گاونډي هيوادونو سره سوله، همکاري او ملگري غواړي. خو داسي ملگري چي پر مساواتو ولاړه وي او داسي همکاري چي په پايله کي يې د افغانستان په پاکه خاوره کي بهرني عسکر او نور وسله وال مستقر نسي.

 

احمدولي اڅکزی، زولنګن، المان

ـــــــــــــــــــــــ

دا ليکنه د احمدولي اڅکزي پر وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com هم خپره سوې ده