ښه مې په ياد دي، چې پوهنتون ته په کاميابيدو سره مې دخپلې ځوانې ځوانۍ هيلې او ارزوګانې نور ې هم راوټوکيدلې،او فکر مې پراختيا پيدا کړه، که څه هم په هغه وخت کې داوس په پرتله زيات دبې وسۍ ښکاروم، خو خپل کلک هوډ او شتو ارزوګانو دا اجازه نه راکړه ، چې له پوهنتون سره دخداى پاماني وکړم، او خپله کورنې د بې وزلۍ له غربته را وباسم، خو زه په خپله کورنۍ باندې دې بې وزلۍ يو بل دروند بار شوم، چې په دې وختونو کې هم په ما او هم مې په کورنۍ لا غربت پښې راتاو کړې، ځکه چې له يوې خوا زما څخه پوهنتون لرې و او نه مې شول کولى چې په پښو او يا په بايسکل باندې مې پوهنتون ته ځان رسولى وه، خو د ځان لپاره مې يو کوچنۍ ډوله موټر سايکل واخېست او لا مې هم د څپلې ځوانۍ ځوانو هيلو په دې کې غرق کړى وم او د خيالونو په ماڼيو کې به مې دا سې ژوند په څو شيبو کې تير کړ، چې سارى به يې نه ښکاره کيدلو ،خو چې کله به د خيالونو زينې وروستيو اړکيو ته ورسيدلم، نو خپلې بې وزلۍ به را ويښ کړم او اې خوا دې خوا به مې وکتل.
دا ژوند خو يو داستان دي له نورو به راتير شو ،څه وخت چې په پوهنتون کې دريم صنف ته ورسيدلم نو ددې په فکر کې شولم، چې ما غريب ته به دنده پيدا شي او کنه او د خپلې مخکې دورې د فارغينو پوښتنه به مې هم کوله، چې د ندې يې پيدا کړې دي او کنه او ديوې مياشتې نه بلې مياشتې ته به مې لا د وظيفې په فکرونو کې ډوبيدلم او ملګرو به هم راته ويل چې لا وخت پاتې دي ،خو خداى خبر، چې په ما به څه تيريدل.
څه وخت چې له پوهنتون څخه فارغ شوم او د بې وزله کورنۍ ټولو غړو راته په سترګو کې يو ډول تمه او ارزو درلوده، چې د ده د ندې په اخېستلو سره به مو په ژوند کې يو څه بدلون رامنځ ته شي، خو دخپلو هيلو او ژونديو ارزوګانو په لرولو سره مې په يوه شحصي ورځپاڼه کې سم دلاسه مقرر شوم او په ډېر تکليف سره به مې خپله دنده پر مخ وړله تر يوه کاله مې په ورځپانه کې کار وکړ ،خو وروسته مې داطلاعاتو او فرهنګ رياست دځوانانو په مديريت کې دنده واخېستله، چې په اخېستو سره مې يو څه زړه ډاډه شو خو داتو مياشتو په تيريدلو سره په دې دنده کې ولسمشر صيب تقاعد کړم او اوس په ځوانه ځوانۍ د ولسمشر په لاسليک سره دبنډيو خرڅولو ته اړشوم او بست مې تنقيذ شو.