اې ربه! کاش چي زه ماشوم وائ.
هر څوک د بې پایه زلمیتوب د مستۍ په ارمان دي، خو کاش چي داسي نه وائ. دغه راز د ماشومتوب دوره پر ټولو راغلې ده او کله چي ماشوم ته د ښو او بدو توپير په ډاګه کیږي، نو ارزښت يې موده وروسته ورته څرګنديږي، خو کاش چي زه تل د دغه دورې په لومړی پړاو کي وائ. هغه پړاو چي په ترڅ کي يې ماشومان د پوره خبرو کولو توان نه لري، په خالپوڅو ځي، د مور په مینه ناک الاهو ویديږي او تر ټولو مهم لا دا چي په تکراري ډول د زړه له کومي یو او بل ته په موسکا وي.
یوه ژبه په زرګونو لغاتونه لري، چي هر یو يې ځانته ارزښت او معنی لري; یو له دغو څخه هم ‘مسئولیت’ دئ. آیا د ژوند په جریان کي مو مسئولیت په بشپړ ډول پر ځای کړئ دئ؟
که موږ ځانونه مسلمانان بولو، نو باید پر صراط المستقیم د برابروالي هلي ځلي له پامه ونه غورځوو. آیا دغه مسئولیت مو پر ځای کړئ دئ؟ که انسانان یو، نو باید ځير سو چي د انسانیت له چوکاټه بهر ته تګ ممنوع دئ. آیا د عراق، افغانستان او دم ګړۍ په سوریه کي د یقیناً بې ګناه وګړو دوام داره وژنه او په اسیا او افریقا کي له تندي او لوږي له امله د مړو زیاتېدونکي شمېر ته په کتو ویلائ سو چي انساني حقوق پر ځای سوي دي؟ که ځانونه تر ټولو نورو ښه افغانان بولو، نو آیا په هغه کور کي ژوند کول ښايي چیري چي ورور د ورور په کمي خوښ وي؟ داسي یو ټاټوبی چیري چي د غم پر ټغر ناسته کونډه خپل ډک زړه یوازي او یوازي په ښېراوو تشوي؟ او په ظاهر او باطن سپین سپېڅلي خلګ مو د ملي قهرمان په لقب نه نازول کیږي، بلکي ملي خاینان مو دغه لقب ترلاسه کوي؟ لنډه دا چي د اسلامیت، انسانیت او افغانیت په ډله کي ځانونه شامل بولو، مګر مسئولیت مو يې نه دئ پر ځای کړئ.
څه شي ته اړتیا سته؟
د ماشومتوب دورې ته اړتیا سته; هغه چي له خورا ډيرو په زړه پورو ارزښتناکو ځانګړتیاوو څخه ډکه دوره ده. داسي یوې مرحلې ته ضرورت سته چي مسئولیت نه لري، ځکه نن سبا د مسئولیت په بشپړ ډول پر ځای کول، له بده مرغه د انسان تر وس وتلې خبره ده.
ماشوم مسئولیت نه لري، مګر مهرباني يې هر څوک پېژني. نوموړي ته خپل او بېګانه یو دئ. ماشومان که څه هم په ډېر ټيټ سن د لیک او لوست توان نه لري – پوهنتون خو لا هلته پرېږده – مګر بیا هم تر یو حده د اسلامیت، انسانیت او افغانیت پر قوانینو برابره کړنلاره لري.
نوموړي پوهیږي نه چي اسلام قتل منع کړئ دئ، مګر یو ماشوم د بل ماشوم په غم هيڅکله خوښ نه وي، برعکس، کله چي یو ماشوم ژاړي، نو د ور نږدې ماشوم تر سترګو يې هم اوښکي تویږي. کوچنیان په نړیوالو انساني حقوقو پوهاوی نه لري، مګر په ظاهر او باطن یو څه کوي، يو څه وايي، دوه مخی سیاست نه پېژني. نوموړي د افغانیت سره هم اشنا نه دي، مګر په پلرني ټاټوبي کي واړه ماشومان ورته یو ډول دي، یو له بله د زړه له کومي لوبي کوي او تر یوې لنډمهالي شخړي وروسته ډېر ژر بیا یو له بله په خندا او موسکا لیدل کیږي. بلکي د هغو کسانو په څېر نه دي چي په افغانیت فخر کوي،مګر تر ټولو ښکلې ماڼۍلري حال دا چي د ماڼۍ څخه يې په یو څو کیلومتري کي ګڼ شمېر افغان وروڼه او خوېندي په نس نه وي ماړه.
ځکه نو وایم: انسان کاش چي تل ماشوم وائ. د بل ماشوم خواشیني او اوښکو به دی هم ژړولائ. دوه مخی سیاست به يې نه پېژندائ. هر عمل به يې په ښکاره او پټه یوه بڼه لرلائ. د همزولو ماشومانو سره به يې په ریګو کي یو ډول ماڼۍ جوړولائ او ترمنځ به يې دومره فرق نه وائ لکه مځکه او اسمان.