کور / تازه خبرونه / هلمند: هوايي بريد اونښتو څلور طالب قوماندان وژلي دي

هلمند: هوايي بريد اونښتو څلور طالب قوماندان وژلي دي

د هلمند ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د خبر له مخي لومړۍ پيښه د نوموړې ولسوالى په مالموند سيمه كې د دوشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې د طالبانو يوتن قوماندان ملا فيض الرحمن د هوايي بريد په ترڅ كې په نښه شوچې په پايله كې يې نوموړى له دوو تنوځانمرگوبريد كوونكواويوه ساتونكي سره ووژل شو.

په خبر کي راغلي چي په همدې ورځ د نوموړې ولسوالى په ساروان كلا سيمه كې د طالبانو يوبل تن قوماندان ملا پاينده محمد چې مشهورپه ذاكروال اصلا د موسى كلا ولسوالى اوسيدونكى اوپه سنگين كې يې د تطالبانوپه ليكوكې غټ رول درلود چې د روانوعملياتوپه ترڅ كې وژل شوى دى.

همدا راز نن د سه شنبې په ورځ په نوموړې سيمه كې د سهارپه اتوبجوملا محمد شاه چې د كجكي ولسوالى اوسيدونكى دى د يادوعملياتوپرمهال وژل شوى اوددې ترڅنگ ملا زبيرچې په شهزاده مشهوردى هم نن سهار ۱۱ بجې كله چې عمومي سړك ته راپورته شوى د امنيتي ځواكونولخوا په نښه اووژل شوى دى.

د سنگين په اړوند سيموكې اوس هم د امنيتي ځواكونولخوا چاڼيزعمليات دوام لري چې دا مهال له كوم مقاومت سره نه دي مخ شوي.

د هلمند چارواکو په وینا د سه شنبې په شپه د موسى كلا ولسوالى د چغالي سيمې په امنيتي پوسته وسله والو طالبانو بريد كړى چې په پايله كې يې يوتن پوليس وژل سوی اويوتن ټپي شوی دی.
که څه هم طالبانو په خپلو تازه خبرپاڼو کي په نورو سيمو کي د بریدونو او بریاو خبرپاڼي خپرې کړيدي خو د هلمند د يادو پېښو په اړه يې تر اوسه خبر نه دی ورکړی.