کور / سياسي / د اولسمشریزو کاندیدانو د پام وړ

د اولسمشریزو کاندیدانو د پام وړ

په یوه دیموکراتیکه ټولنه کي د ټولني ټول غړي کولای سي چي یا ځانونه کاندید کړي او یا هم بل کاندید ته رایه ورکړي . د دیموکراتیکو ارزښتنو له مخي د ټولني هر اړخ لومړی هراړخیزڅیړل کیږي او ورسته ورته قوانین جوړیږي او بیا د دیموکراتیکو اصلو له مخي د مقننه قوی تر تصویب وروسته د عملي کیدلو ډګر ته وړاندي کیږي . په ګران هیواد افغانستان کي د انتخاباتو قانون هم د دې لارو چارو مزل وکړ که څه هم له کړاونو خالي نه وو خو د تطبیق ډګر ته راووت . د قانون له مخي ټول هیواد وال حق لري چي ځان کاندید کړي خو کله داسي ټولنیزي چاري او ارزښتونه وي چي له هغه څخه سرغړول ټولنیزه ناانډولي منځ ته راوړي . د ټولي نړی په دیموکراتوهیوادونوکي کله چي ټولنه د مختلیفو قومونو او ژبوڅخه جوړه وي نو کاندید کسان باید د هغوی له قومي جوړښتونو سره اشنا او د هغوی په ژبه وږغیدلای سي . همدارنګه له کله چي نړی د یوه کلي حیثیت غوره کړی دی ، انګلیسي ژبي د نړیولي ژبي ځای خپل کړی او د هیوادونو مشرتابه ته یی د خپلو ملي ژبو پر زدکړي برسیره ، مهم ځای خپل کړی دی .څرنګه چي د ګران هیواد راتلونکي ټاکني د ګران افغانستان د ثبات د کلونو( ۲۰۱۴ — ۲۰۲۴ ) لپاره لمړنی ګام دی نو د ټولو کاندیدانو څخه غوښتل کیږي چي :
د ثبات او روغي جوړي لپاره د ملي او سیمیزي پالیسی کړنلاره –
– د هیواد د ثبات کلونو لپاره ، جامع اقتصادي کړنلاره-
په هیواد کي دملي سیاسي ګوندونو د پاللو او روزولو کړنلاره-
کلتوري کړنلاره-
په ملي او انګلیسي ژبو روان ږغیدل –
د امریکا او ټولي غربي نړی سره پر ستراتیژیکو اړیکو برسیره داقتصادي او پوځي اړیکو کړنلاره ، ولري-

د افغانستان ټولنیز ثبات ، وده او ترقي له نورو مسایلو سره هم تړاو لري چي اولسمشریزو ټاکنو ته نوم اند به په خپلو لیکلو کړنلارو کي لیکلي وي او زموږ د رای اخیستلو لپاره به یی موږ ته وړاندي کړي . د اباد ، سرلوړي او ودان افغانستان په هیله
امین باوري