په هلمندکي د(۶) سرحدي زون دلمړي کنډک قوماندانۍ پولیسودوه تنه قاچاق وړونکي دیومیل کلاشنکوف او یوه عراده موټر سره نیولي دی .
دشپږم سرحدي زون دکشف امرسمونمل عبدالاحمد احمدي وایې چي دتیري جمعې په ورځ دخانشین ولسوالۍ دسره کلا په سیمه کي ددوۍ سرحدي پولیسو دوه تنه تورن قاچاق وړونکي نیولي دي .
دنیول سوو کسانوسره یومیل کلاشنکوف ، یوشاجور مرمۍ ، یوه عراده موټر، او یوه سیټ سټلاټ ټلیفون نیول سوي دي .
امر وایي چي سرحدي پولیس په سرحد کي دامنیت په موخه په کزمو کمینونو او بیلابیلو جنګي تاکتیکونودسرحدپه ساتلوکي په بیساري ډول کوښښونه کوي .
څو ورځي وړاندي هم سرحدي پولیسوپه پراخه کچه په خانشین ولسوالۍ کي پاخه تاریاک نیولي وه .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه