کور / سياسي / دافغانستان په ساتنه کې دسيمې هېوادونو ګټې

دافغانستان په ساتنه کې دسيمې هېوادونو ګټې

په هېواد کې په رېښتيا هم،چې سوله او ثبات د سيمې د هېوادونو په ګټو پورې تړلې موضوع ده،ځکه که چيرې په دې هېواد کې سوله او ثبات دوام ومومي، نو په دې سره به د سيمې هېوادونو ګټې هم خوندي وساتل شي، او په دې هېواد کې د سولې او ثبات په شتون سره د سيمې هېوادونه هم پرمختګ کولى شي.
د شانګهاي د همکاريو د سازمان په غونډه کې افغان ولسمشر حامد کرزي هم په دې باندې ټېنګار وکړ، چې د افغانستان وحدت او امنيت، د سيمې د ټولو هېوادونو د وحدت او امنيت د تامين لپاره مهم ګڼل کيږي او د شانګهاي د همکاريو سازمان د غړو او ناظرو هېوادونو له مشرانو څخه يې وغوښتل،چې د سيمې د ګټو لپاره له افغانستان سره د هغه د لاس ته راوړنو،د ساتنې او ودې او همدا راز په دغه هېواد کې د سولې او امنيت د ټينګښت په لاره کې همکاري وکړي.
د سيمې هېوادونه بايد د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره له دې هېواد سره مرسته وکړي، تر څو په دې هېواد کې د سولې او امنيت په رامنځ ته کيدو کې نور هم پرمختګ وليدل شي، او د سيمې هېوادونو په مرستې سره به له يوې خوا د دوى ګټې خوندي ساتل شوې وي او له بلې خوا به دا هېواد نور هم له ځپل کيدو څخه ژغورل شوى وي.
ولسمشر حامد کرزي په بېلابېلو برخوکې په افغانستان کې د لاس ته راوړنو څخه يادونه کړې او په خپلو خبرو کې يې ويلې دي،چې دغه لاس ته راوړنې نه پريږدي،چې افغانستان يو ځل بيا تېرو بدمرغيو ته ور وګرځي.
په رېښتيا هم په دې هېواد کې په دې دوولس کلنه دوره کې په ټولو برخو کې اساسي بدلونونه رامنځ ته شوې دي، نو ددې لپاره بايد زموږ سره د سيمې هېوادونه دمثبتو بدلونونو په ساتنه کې تل همکاري وکړي، ترڅو دا هېواد نور هم د پراختيا په لور لا پرمختګ وکړي او لاسته راوړنې يې پر ځاى پاتې شي.
جمهوررئيس حامد کرزي په ټينګار سره وويل، چې د سيمې هېوادونه بايد دا توقع ونه لري چې د ناټو سازمان، آيساف او يا د امريکا متحده ايالات به زموږ سيمه له ټولو هغو ننګونو څخه وژغوري چې اوس ورسره مخ يو، بلکې دا بايد درک کړو، چې په سيمه کې د تروريزم او افراطيت پرخلاف مبارزه اساساً زموږ د ټولو ګډ مسؤوليت دى،همداشان يې څرګنده کړې، يوازې هغه مهال کولى شو، چې تروريزم او مخ پر وده افراطيت ته ماته ورکړو،چې په سيمه کې په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادقانه همکارۍ ترسره شي.
د شانګهاي د همکاريو د سازمان په غونډه کې د غړو هېوادونو استازو هم په خپلو خبرو کې د دې هېواد له پرمختګونو ملاتړ څرګند کړ، او ويلې يې دي په افغانستان کې به د سولې او ارامۍ لپاره له دې پروسې سره مادي او معنوي مرستې کوو.
خو بايد د شانګهاي د همکاريو سازمان غړي هېوادونه په دې هېواد کې په عملي ډول سره د سولې او ثبات لپاره مادي او معنوي ملاتړ زر تر زره څرګند کړي، تر څو دا هېواد نور له بدمرغيو ژغورل شوى وي او لا يې هم د پرمختګ پر لورې يون پيل کړى وي.