کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / … ناکامه پاليسي به پښتانه نور هم وځپي

… ناکامه پاليسي به پښتانه نور هم وځپي

د پاکستاني دولت اوسنۍ ناکامه پاليسي به پښتانه نور هم وځپي



د جمعيت علما السلام ګوند مشر مير عبدالقدوس ساسولي يوې غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، که چېرې په پاکستان کې بل دولت رامنځته نه شي، نو اوسنی روان حالت به ټول ولس او په تېره پښتانه نور هم وځپي.



مير عبدالقدوس ساسولي چې د جنوبي پښتونخوا په مرکز کوټه کې يې يوې خبري غونډې ته خبرې کولې، يادونه وکړه چې د اوسني نوي دولت تر رامنځته کېدو وړاندې د ولس ټولې هيلې په نوي دولت پورې تړلې وي، خو په خبره يې اوسني نوي دولت نه يوازې د خلکو ستونزې کمې نه کړې بلکې د ستونزو په ډېرېدو کې يې مهم رول ولوباوه.



ښاغلی ساسولي د خوراکي توکو د کمښت او کاختۍ په اړه اوسنی دولت ګرم وګاڼه او ويې ويل، دولت په دې خبر و چې د پاکستان په کچه به د برېښنا، اوړو، وريجو او داسې نورو اړينو موادو کمښت رامنځته کېږي، نو دوی بايد لا له وړاندې د دې ډول ستونز د هوارې په موخه تر خپله وسه هڅه کړې او له يو شمېر بهرنيو هيوادونو سره يې قراردادونه لاسليک کړي وای او يا لږ تر لږه ولس يې دومره خبر کړی وای چې څه موده وروسته به د ټول پاکستان په کچه د توکو د کمښت ستونزه رامنځته کېږي.


په نوموړې غونډه کې چې يو شمېر ديني مشرانو لکه علامه محمد عباس قادري، مولانا مختار احمد، مولانا محمد جان قاسمي هم پکې ګډون درلود، علامه محمد عباس قادري د يو شمېر مولايانو په استازي توب غونډې ته د وينا پر مهال، د دولت تر څنګ ولسي خلک هم ګرم وبلل او زياته يې کړه چې ولسي خلک بايد په پاکستان کې د اوسني بد حالت پر ضد مبارزه وکړي، او دولت ته دا وښيي چې دوی د اوسني نوي دولت په رامنځته کېدو له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي، چې يا خو دې د دوی ستونزو ته يوه سمه حللاره ولټول شي او يا دې اوسنی دولت له منځه لاړ شي.


د توکو د کمښت او د بيو د لوړوالي په اړه د پاکستان په ګڼو سيمو کې دې ته ورته غونډې او ان لاريونونه تر سره شوي، چې څو ورځې وړاندې د جنوبي پښتونخوا په مرکز کوټه کې د پښتونخوا ګوند له خوا هم د توکو د کمښت او د دولت د نه پاملرنې په اړه يوه لويه غونډه او لاريون تر سره شوی و.