کور / تازه خبرونه / كابل:دخوست د ٥کلن ستراتيژيک پلان دتطبيق پرمختيايي کنفرانس جوړ شو

كابل:دخوست د ٥کلن ستراتيژيک پلان دتطبيق پرمختيايي کنفرانس جوړ شو

دوږي دمياشتې په ٢٣نېټه په پلازمينه کابل کې د وزيرانو شورا په ماڼۍ کې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې په مشرۍ او دخوست ولايتي ادارې په وړانديز دخوست دپنځه کلن ستراتيژيک پلان دتطبيق اوله سکتوري وزراتونو او مرستندويه ټولنو سره دخوست دخلکو داساسي غوښتنو او وړانديزونو دشريکولو په موخه يو ورځنى پرمختيايي کنفرانس جوړ شو.

په دغه کنفرانس کې دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې مشر الحاج عبدالخالق فراهي ،خوست والي عبدالجبارنعيمي ،دکرنې اومالدارۍ وزير محمد اصف رحيمي ،دکليو پراختيا وزير انجنير ويس برمک ،داقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال ،دمسووليتونو دليږد دکميسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي ،ديونما استازي پټر ګراف ،دافغانستان دمحلي حاکميت دپروګرام مشر کريس کارتر ،دوزارتونو مرستيالانو ،دبېلابېلو مرستندويه بنسټونو غړو ،دمدني ټولنو استازو اوپه ملي شورا کې دخوست دخلکو منتخبو استازو ډاکټر ميربت منګل ،لياقت الله بابکرخيل،ساهره شريف ،سناتور عارف الله پښتون ،درې خيل منګل او دخوست ولايتي شورا رئيس سيد کريم خان خاکسار ، وکيلانو اوګڼ شمير نورو مسوولينو ګډون کړى وو.

دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې مشر الحاج عبدالخالق فراهي کنفرانس ته په خپل وينا کې په خوست کې دشويو پرمختګونو اومثبتوبدلونونو ستاينه وکړه او خوست ولايتي اداره يې دامنيت دتامين ،ښې حکومتدارۍ دپراختيا ،بيارغونې ،ولس ته دخدمت ،ګټور پرمختګ په ډګر کې يوه بريالۍ اداره ياده کړه ،له سکتوري وزارتونو او مرستندويه ټولنو يې وغوښتل چې دخوست لا پرمختيا لپاره له ياد ولايت سره مرسته وکړي او دنوموړي ولايت ستراتيژيک موقعيت ته په کتو سره دهغه پروژو په تطبيق کې هراړخيزه همکاري وکړي چې داوږد مهال لپاره دخوست دخلکو لپاره ګټورې پايلې لري.

ديونما استازي پټرګراف او دافغانستان دمحلي حاکميت دپروګرام مسوول کريس کارتر بيا دخپلو خبرو پرمهال خوست دافغانستان يو مهم ولايت وبللو ،اوپه نوموړي ولايت کې يې دخلکو ستونزو ته رسيدګي دټولو نړيوالو مرستندويه ټولنو مسووليت ياد کړ ،دوى دا هم وويل چې په خوست کې شوى پرمختګ دستاينې وړ دى ،ژمنه يې وکړه چې دخوست سره به دمرستو په جلب کې اساسي همکاري کوي.

خوست والي عبدالجبارنعيمي کنفرانس ته په خپله وينا کې وويل دخوست پرمختيايي کنفرانس دخوست دخلکو ستونزو ته رسيدګۍ ،انکشافي کارونو دزياتوالي او دمرستو دجلب په برخه کې يو بل اساسي ګام دى چې دنورو ګټورو کړنو په دوام ترسره کيږي ،نوموړي ديو شمير هغه وزارتونو په وزيرانو باندې سخته نيوکه وکړه چې په کنفرانس کې يې ګډون نه درلود په دې تړاو يې وويل که مرکزي وزارتونه دخوست ادارې او ولسونو اساسي غوښتنو ،حقوقو او وړانديزونوته توجه ونه کړي دهېواد جمهور رئيس ته به په دې تړاو دخوست دولسونو په استازيتوب خپل غږ ورسوي.

خوست والي وويل په خوست کې اوس دهراړخيزه پرمختګ لپاره زمينه مساعده شوې ،اړتياده چې ټول سکتوري وزارتونه او مرستندويه ټولنې دخوست دپرمختيا په برخه کې لازمې مرستې وکړي او دټولو هغه پروژو په تطبيق کې اساسي همکاري وکړي چې داوږد مهاله لپاره دخوست دپرمختګ اوبيارغونې لپاره ګټورې پايلې لري.

نعيمي کنفرانس ته دخپلو خبرو پرمهال په خپل وخت ولايت ته دانکشافي بودجې نه ليږد ،په ځينو مرکزي وزارتونو کې دخوست دپروژو په قراردادونو لوبې او ديوشمير وزارتونو لخوا ياد ولايت ته په اړونده برخو کې عدم توجه او په يوشمير برخو کې له ولايتي ادارې سره دوزارتونو عدم هماهنګۍ هغه ننګونې يادې کړې ،چې دخوست دپرمختګ ،بيارغونې په وړاندې يې ستونزې پيدا کړې او خلک يې په تشويش کې اچولې دي.

خوست والي نړيوال هوايي ډگر ،دغلام خان لارې ترانزيټ کيدل ،دخوست ګرديز دلويې لارې دکارونو ژر تکميل ،خوست ته دوارداتي برېښنا ليږد ،دزخيروي بندونو جوړيدل ،دروغتيايي کلينکونو ،ښوونځيو ،پلونو ،سرکونو جوړيد ل هغه اساسي پروژې يادې کړې چې اړونده سکتوري وزارتونه او مرستندويه ټولنې بايد ورته توجه وکړي ،ده دټول ګټو چارو ،ترانسپورت او هوايي چلن ،کرنې اومالدارۍ او صحت عامې په وزارتونو په دې خاطر نيوکې وکړې چې خوست ولايت ته په خپلو کاري ساحاتو کې اساسي توجه نه کوي چې له همدې امله ولايتي اداره دخلکو له فشار سره مخامخ شوې ده.

په ملي شورا کې دخوست دخلکو وکيلانو اود خوست ولايتي شورا رئيس دخوست ولايت والي ټولې غوښتنې او وړانديزونه تائيد کړل ،دوى داهم وويل چې په خوست ښارکې دملي دفاع وزارت ملکيتونو دخوست دښاري ستراتيژيک پلان دتطبيق مخه نيولې ،سره ددې چې دهېواد جمهور رئيس ددې امر کړى چې دملي دفاع وزارت ملکيتونه دې دقانون مطابق ښاروالۍ رياست ته انتقال شي ،مګر په ملي دفاع وزارت او دچارو په اداره کې ديوشمير هغه کسانوله لاسه چې خپلې شخصي ګټې پالي ددغه کار مخه نيسي او نه غواړي چې خوست پرمختګ وکړي.

دوى وويل که مرکزي وزآرتونه ددوى دولآيت آسآسي پروژو ته توجه ونه کړي خپل غږ به يوځل بيا دهېواد جمهور رئيس ته ورسوي.

دکرنې اومالدارۍ وزير انجنير محمد اصف رحيمي ،دکليو پراختيا وزير انجنير ويس برمک ،دمسووليتونو دليږد دکمسييون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي ،دپوهنې دوزارت معين اوسرپرست ډاکټر شفيق صميم اويوشمير نورو مرستيالانو هم خبرې وکړې .په يو شميره برخو کې يې دمرستو او همکاريو ژمنه وکړه.

دکنفرانس په پاى کې په هرسکتور کې د١٩په شميره داساسي پروژو وړانديزونه مرکزي سکتوري وزارتونو او مرستندويه ټولنو ته وسپارل شول.