لغمان ولایت د جزا د دیوان عمومي قضايي علني غونډه کې هغه څلور تنه چې د یو صراف د وژلو په جرم نیول شوي ول د اعدام پّه سزا محکوم شول.
دغه علني قضايي محکمه نن د لغمان د استناف محکمې د رئيس قضاوت مند فضل الهادي فاضل تر څارنې لاندې د ښاري محکمې د رئیس قضاوت مند ظهورالدین مولوي زاده په مشرۍ د یادې محکمې د غونډو په تالار کې تر سره شوه چې پر قضايي هیئت، د قضيې پر دواړو لورو، مدافع وکیلانو او قاضیانو سربیره ګڼ شمیر قومي مشرانو، صرافانو او د ولایتي شورا منشي ګلزار سنګروال هم برخه درلوده.
پیل کې د ښاري محکمې رئيس د قضيې په اړه مالومات وړاندې کړل او یاده یې کړه چې نننۍ علني محکمه د مقتول عبدالقاهر صراف او د ټپي میرویس صراف د قضیې په اړه جوړه شوې او ډاډ یې ورکړ چې دوی به خپله فیصله عادلانه کوي.
وروسته موظف څارنوال صالح محمد جوړه کړې صورت دعوه چې د الزام دلائل یې په کې وړاندې کړي ول، ولوسته. بیا د تورنو کسانو مدافع وکیلانو هر یو توریالي مقنن او محمداغا صافي خپله دفاعیه وړاندې کړه او ورپسې د پیښې عیني شاهدانو او د زیانمنو شویو کورنیو غړیو ته د خبرو کولو وخت ورکړل شو.
په پای کې قضايي پلاوي تر غور او دقت وروسته په خپله پرېکړه کې هیواد د محمدعوض ځوی، اشرف د زرجان ځوی، بریالی د فیض محمد ځوی او همایون د عمرخان ځوی ته د عبدالقاهر صراف د قتل او لاره شکونې او د میرویس صراف د ټپي کیدو له امله د جزا د قانون د ۴۴۹ مادې د حکم پر بنسټ د اعدام سزا واوروله. چې د قضايي هئیت دغه پرېکړه د غونډې د ګډونوالو له لوري له تاوده هرکلي سره مخ شوه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه