کور / تازه خبرونه / روزګان: ماين چاودني ۴ ملكي كسانو ته مرګ ژوبله اړولې .

روزګان: ماين چاودني ۴ ملكي كسانو ته مرګ ژوبله اړولې .

د روزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کي ماين چاودنې ۴ تنو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړول .
پيښه تېره ورځ غرمه د اروزګان ولايت مرکز ترينکوټ اړوند په طوري سيمه کې د يوتن ملکي کس د کور په دروازه کي سوي .
د روزګان د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له قوله چي په چاودنه کې د روزي خان په نامه يو کس چي ۳۵ کاله عمر يي درلودي وژل سوى او دري كوچنيان ټپيان سوي دي.
وژل سوى کس رسمي دنده نه درلوده او تراوسه يې د وژلو لامل ندى څرګند خو په تړاو يې په سيمه کې د پوليسو پلټنې رواني دي.