چارواکي وايي وسله والو ځانمرګو نن سهار وختي په هرات ښار کي د امريکا پر کونسلګرۍ باندي ډله ايزه حمله وکړه، چي شاخوا څو ساعته يې دوام کړى دئ، يو پوليس او يو قراردادي پکښي مړ او د ٢٠ په شاوخوا کي کسان يې ټپيان کړي دي.
چارواکي وايي د حملې زياتره قربانيان ملکي کسان دي، خو طالبانو د تل په څېر د ملکي کسانو مرګ ژوبله رد کړې ده.
د هرات والي سيد فضل الله وحيدي رسنيو ته ويلي چي حمله کوونکو لارۍ موټر کونسلګرۍ ته څرمه چاودلى او وروسته يې نورو کونسلګرۍ ته د ننوتو هڅه کړې ده.
راپورونه وايي چي تر حملې لږ وروسته امريکايي او اېټالوي ځانګړي ځواکونو کونسلګرۍ ته رسېدلي او د حمله کوونکو په ځپلو کي يې له افغان ځواکونو سره مرسته کړې ده.
د ځانمرګو پوره تعداد اوس هم معلوم نه دئ، خو د هرات چارواکو ويلي د پنځو او شپږو په شاوخوا کي ول چي د ټولو د وژلو ادعا سوې ده.
شاوخوا لس ورځي دمخه په هرات ښار کي عامو مظاهره چيانو د احتجاج په ډول د اېران پر کونسلګرۍ حمله کړې وه، چي ځينو کسانو ته مرګ ژوبله هم پکښي اوښتې وه.
د امريکا پر کونسلګرۍ د حملې مسئوليت طالبانو منلى دئ.