جرمني ــ د کولن ښــــــــــار
۱۲،۰۹،۲۰۱۳ نېــــــټــــــه
د نیپال پلازمینې کتمندو ښار کې د جنوبي آسیا د فوټبال په نړیواله سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړو د دوه په صفر د هندوستان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ستر بریا له امله د نوموړي ټیم لوبغاړو او ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایو . د سپورت په ډګر کې د بریا پر مهال نړیوالو ته د افغانستان بېرغ لوړول ، دا په ډاګه کوي ، چې که چېرې زمونږ میړني ځلمیان څوک په کراره پرېږدي ، هغوي ددې وړتیا لري ، چې د سپورتي سیالیو پرمهال د تجروبو د شریکولو او همدارنګه نړیوالو سپورتي ټیمونو سره د دوستانه اړیکو په ټینګولو د افغان ځوانانو پټ پاته شوي استعدادونه نړیوالو ته په رښتني بڼه ښکاره کړي . مونږ هیله مند یو ، چې د سپورت د نړیوالو سیالیو په نورو برخو کې هم د ګران هېواد پیاوړي ځلمیان ښه وځلیږي او دا شان اتلولي تر لاسه کړي . د لا بریالیتوب په هیله مو .
په جرمني کې د افغانستان دکلتوري ودې ټولنې مشرتابه جرگه