افغان میړني ولس ته د فوټبال د اتلولۍ مبارکي
د هیواد د فوټبال ملي لوبډلې دغه ستره بریا چی هندوستان ته یی په پای لوبه کې ماتې ورکړه او د جنوبي اسیا د فوټبال اتلولي یی خپله کړه ټول افغان ولس ته یی مبارکي وایم .
په همدغه ورځ د نن نه دولس کاله وړاندي نړۍ ته ده افغانستان او افغانانو یو وحشتناک انځور وړاندې شو چی ټوله نړۍ یي حیرانه کړه خو نن افغانانو دا وښودله چی افغانستان یواځی د جنګ،ویر ،ساندو ،او بربادۍ کور ندی بلکې افغانان د سولي او خوښیو د کور خاوندان دی . دوی یواځی د جنګ د میدان نه اتلان نه بلکې د شینه میدانه هم اتلان راوځي. په رښتیا هم په داسې حال کې چې له افغانستان هره ورځ د ناخوالو او بدبختیو خبرونه د نړۍ هیوادونه اوري او نن مو د دغه اتلې لوبډلې له امله ټوله نړۍ د قهرمانۍ،بریا او اتلولۍ خبری کوی،زموږ لپاره د ویاړ او فخر ځای دی .
زه یو ځل بیا د الله تعاله له درباره د دغيه لوبډلې ترڅنګ دهېواد ټولو لوبډلو او همداشان ټولو افغانانو ته په هر ډګر کې د بریا او لاسته راوړنې دعا کوم .
بیا هم د ننۍ بریا او زما د خوښۍ د احساساتو له امله ټولو افغانانو ته مبارکي وایم .
د یو سرلوړی افغانستان په هیله
په درنښت
ډاکټر اشرف غنی احمدزی