کور / تازه خبرونه / فټبال: افغانستان د جنوبي آسيا په کپ کي هند ته ماته ورکړه

فټبال: افغانستان د جنوبي آسيا په کپ کي هند ته ماته ورکړه

د افغانستان د فټبال ملي ټيم نن د هندوستان ملي ټيم ته د فټبال په يوه لوبه کي دوه
پر صفر ماته ورکړه او د جنوبي آسيا د هيوادونو جام يې وګاټه.
د دې ټورنمنټ په
نيمه پايلوبو کي افغانستان نيپال ته او هندوستان مالډيف ته يو صفر ماته ورکړې
وه.
د نن ورځي د لوبي پر اتمه دقيقه افغانستان لومړى ګول د مصطفى ازاد زوى په
واسطه وکړ او دوهم ګول د لوبي په شپېتمو دقيقو کي سنجر احمدي ولګاوه.

د جنوبي آسيا هيوادونو په دې کپ کي افغانستان او هندوستان په ٢٠١١ کال په ډهلي
کي هم سره مخ سوي وو، چي هندوستان درې صفر ګټلې وه.
دغه لوبي چي سږکال د نيپال
په پلازمېنه کټمنډو کي ترسره سوې، د نن ورځي هغې ته يې د افغانستان د ماليې،
پوهني او د کليو او پراختيا وزيران هم ورغلي وو.
لراوبر ته رسېدلي خبرونه
وايي په پلازمېنه کابل، کندهار، هرات او نورو ډېرو ښارونو کي خلګ د دې برياليتوب
په خوشحالي کي سړکونو ته راوتلي دي.


د لراوبر ويبپاڼي اداره د خپلو همکارانو په استازيتوب ټول افغان ولس ته د دې
بريا له امله مبارکي وايي.