پيغام
د جنوبي آسيا په فټبال سياليو کي د افغانستان د اتلولۍ په باب د کندهار والي د مبارکۍ پيغام
نېټه١٣٩٢، ٠٦، ٢٠
کندهار افغانستان- د ډيري خوښۍ ځاى دي، چي د افغانستان د فټبال ملي لوبډلي نن د هندوستان هيواد د فټبال ملي لوبډلي ته د سولي آسيا د فټبال فدراسيون سياليو په پايلوبه کي ماته ورکړه.
غواړم، د همدې تاريخي سوبي په وياړ لومړى د هيواد اتلي فټبال لوبډلي او ورپسې د افغانستان ټول غيور ولس ته مبارکي ورکړم او هيله لرم، چي دغه بريا به په هيواد کي د تلپاتي سولي او امنيت د راتګ سبب وګرځي.
ځوانو افغان لوبغاړو د سهيلي آسيا د فټبال په اتلوليو کي خپلو سيالانو ته په ماتي ورکولو سره نړۍ ته داوښودل، چي افغانان په هيڅ ډګر کي تر چا کم نه دي او کولاى سي په پوره قوت او مېړانه سره خپل سيالان پر ګونډو کړي.
په دغه او دې ته ورته نورو ټورنمينټونو کي د افغان اتلانو هڅو او کوښښونو ددغه هيواد مختلفي قبيلې او ولسونه، چي د مختلفو لاملونو له خاطره سره وېشل سوي ول، يو ځل بيا سره يو ځاى کړل.
ددغه هيواد غښتلو، اتلو او پياوړو بچيانو په ډېره مېړانه سره خپل سيالان له مخي ليري کړل او ددغه کپ په ګټلو سره يې د افغانانو پر شونډو مسکا خپره کړه او ټولو ته يې د خوښۍ وياړ ور په برخه کړى.
د نړۍ د ډيرو جنګ ځپلو او داخلي ستونزو ننګولو هيوادونو تجاربو ته په کتو سره، ددې هڅ وهل کېداى سي، چي سپورټ د اقوامو او قبيلو د سره يو ځاى کولو تر ټولو ښه او اسانه وسيله ده.
سپورت ته توجه او د ځوانانو تقويه کول نه يوازي ځوانان سالمو مقاصدو او روا سياليو ته رابولي، بلکه هغه قومي او سمتي تفرقې هم له منځه وړي، چي کلونه کلونه په شعوري او غير شعوري توګه رامنځ ته سوي دي.
په اخر کي يو ځل بيا ددې تاريخي بريا له خاطره ټولو افغانانو ته مبارکي وايم او هيله لرم چي د سپورت په برخه کي زموږ برياوي او لاسته راوړني همداشان ادامه پيدا کړي.
په درنښت
پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا
د کندهار ولايت والي