کور / خبرتیا او پيغامونه / د د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼی پيغام

د د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼی پيغام

د مبارکۍ پيغام

د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د سترې او تاریخي بریا له امله چې نن یې د هندوستان په وړاندې په بای لوبه کې ترسره کړه،لومړی د دغه لوبډلې ټولو لوبغاړو،نندارچیانو،مینوالو او ټولو افغانانو ته وړاندې د زړه له کومې وړاندې کوم.

په رښتیا هم په داسې حال کې چې له افغانستان هره ورځ د بدبختیو او ناخوالو خبرونه نړیوال اوري او نن مو د دغه اتلې لوبډلې له امله ټوله نړۍ د قهرمانۍ،بریا او اتلولۍ خبر اوري،زموږ لپاره د ویاړ او فخر ځای دی .

زه یو ځل بیا د الله تعاله له درباره د دغه لوبډلې ترڅنګ دهېواد ټولو لوبډلو په خوا کې ټولو افغانانو ته په هر کار کې د بریا او لاسته راوړنې دعا کوم .

بیا هم د ننۍ بریا او زما د خوښۍ د احساساتو له امله ټولو افغانانو ته مبارکي وایم

هره ورځ مو په امن،هره ورځ مو بریا

په درنښت

د میدان وردګو والي
عبدالمجید خوږیاڼی