کور / تازه خبرونه / هلمند: د عملياتوپه ترڅ كې ۱۸ تنه طالبان وژل شوي دي

هلمند: د عملياتوپه ترڅ كې ۱۸ تنه طالبان وژل شوي دي

دغه عمليات د چهارشنبې په شپه د ځانگړوافغان كوماندويي ځواكونولخوا ددې ولايت په سنگين ولسوالى كې ترسره شوي چې په ترڅ كې يې ۱۸ تنه ترهگرځاى پرځاى وژل شوي اود طالبانو ولسوال اود سيمې قوماندان ملاجان له خپل يوه ساتونكي سره ژوندي نيول شوي دي.دا خبره د هلمند امنيتي چارواكو رسنيو ته وكړه.

دهلمند امنيتي چارواكو د معلوماتو له مخي په دې عملياتوكې همدا رازكوماندويي ځواكونو۵۰ ميله سپكې اودرنې وسلې،۴۰ ميله تومانچې اولسگونه كړى قلمي ماينونه ترلاسه كړي اود همدې عملياتوپرمهال يوتن ملي پوليس هم وژل سوى اودرى سيمه ايزپوليس ټپيان شوي دي.

په همدې شپه ددې ولايت په نادعلي ولسوالى كې هم پوليسود طالبانو په يوپټنځاى ځانگړي عمليات ترسره كړي چې په پايله كې يې يوميل دهشكه اوپنځه كړى ماينونه نيولي دي.