موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (د حضرت ربعي بن عامر (رض) خبري د رستم پهلوان سره)
ليکوال او ترتيب : استاد نورالله خان احمدزی
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : دعبرت څخه ډکي کيسې (لومړۍ کيسه) دوهمه برخه پر له پسې څلرمه برخه
د حضرت ربعي بن عامر رضي الله عنه له رستم پالوان سره خبري
د حضرت خالد بن وليد په امارت او نګراني کي يو لښکر د رستم سره د مقابلې له پاره ايران ته روان سو، د ايرانيانو د لښکر مشر رستم پالوان وو، حضرت خالد بن وليد د رستم په غوښتنه حضرت ربعي بن عامر رضي الله عنه د هغه سره خبرو اترو له پاره ور واستوه. ايرانيانو د رستم دربار ښه مزين يا ښايسته کړى وو، د ورېښمو او حرير تختونه، غوره او قيمتي قاليني، د سرو او سپينو زرو لوښي او نور شيان ډېر مزين او ښکلي کړي سوي ول، حضرت ربعي بن عامر رضي الله عنه پر آس سپور وو، په وسلو سمبال وو او زړې کالي ئې اغوستي ول او په همدغه شان سره د رستم دربار يا تخت ته ورغى. توره ئې په لاس وه – دربار کي د رستم قاليني هواري وې نو د حضرت ربعي بن عامر رضي الله عنه اس په همدغو قالينو روان وو چي د رستم پالوان درباريانو ورته وويل ، تاسو بايد توره د تخرګ يا څنګ لاندي ونيسئ !
حضرت ربعي بن عامر رضي الله عنه ددې څخه انکار وکړ او ورته وې ( وه ئې )ويل چي زه ستاسو په غوښتنه راغلى يم نو زما خوښه چي څنګه ځم زما خپله خوښه ده او که چيري تاسو ما په داسي حال کي نه خوښوى نو بيا بيرته ګرځم – کله چي رستم دا حالت وليده نو خپلو خلکو ته ئې وويل چي دا کس په همدې حالت کي دننه يا ماته راپريږدئ. کله چي په همدې ډول دا صحابي رسول رستم پالوان ته ورسېدئ نو د توري په ذريعه بعضي قاليني يا هوار سوي فرشونه ورباندي شکيدلي ول، له دي وروسته رستم پالوان له خوږ صحابي څخه وپوښتل چي تاسو څّه غواړى؟
حضرت ربعي بن عامر رضي الله عنه داسي جواب ورکړ چي دا ډول خلک به ترتله بيخوابه پاته کېږي؛ حضرت ربعي بن عامر رضي الله عنه ورته وفرمايل :
(الله ابتعثنا لنخرج من شاء من عبادة العباد اٍلي عبادة الله ؛ ومن ضيق الدنيا اٍلي سمعتها؛ ومن جور الآديان اٍلي عدل الاٍسلام)
ژباړه :وايي چي موږ الله تعالى ددې له پاره مبعوث کړي يو چي موږ دالله په بندګانو کي کوم چي الله تعالى ئې وغواړي هغوى د بندګانو له غلامۍ څخه وباسو او دالله (ج) بندګۍ ته ئې راواړه وو، د دنيا له تنګيو څه ئې وباسو او د وسعت يا پراخۍ خوا ته ئې راولو، د نړۍ له مختلفو مذاهبو د ظلم او زياتي څخه ئې د اسلام د عدل او انصاف خوا ته راولو. (تاريخ طبري: ۲/۴۰۱؛ البدايه والنهايه: ۸/۳۹)
له دې عبرتناکي کيسې څخه دا اخيستنه کولاى سو چي انسان د دنيا په مادي شيانو باندي بايد مغرور نه سي، په دنيا زړه ونه لګوي، دالله ستر او عظيم طاقت ته متوجه سي او د الله له حقيقي مرستي او د هغه په اميد سره ژوند تېر کړي، د هيڅ ظالم له ظلم، د هيڅ باچا له رعب او دبدبې څه متاثره نه سي، هغه شى چي اسلامي معاشره له کفر او شرک څخه وباسي او د شيطاني او طاغوتي طاقتونو په وړاندي انسان بايد تل خپل ايماني او روحاني طاقت او غوښتنه يوازي له لوى رب څخه وغواړي او د الله مرسته به هرومرو له دا ډول خلکو سره وي کوم چي دا ډول عقيده او ايماني جذبه لري.