کور / تازه خبرونه / کندهار والي د باغ پل له برېښنا پلانټ څخه ليدنه وکړه

کندهار والي د باغ پل له برېښنا پلانټ څخه ليدنه وکړه

کندهار والي نن د کندهار ښار په لوېدېز کي د باغ پْل له برېښنا پلانټ څخه ليدنه وکړه او هلته يې له انجينيرانو او اړوندو کارکوونکو څخه معلومات تر لاسه کړل.

په دغه پلانټ کي نصب سوي ډيزلي جنيټرونه لس ميګاواټه برېښنا توليدوي، چي د فابريکو ترڅنګ په کندهار ښار کي د اوسېدني کورونو ته هم برېښنا ورکوي.

د باغ پُل ترڅنګ ورته برېښنا پلانټ د ښار په ختيځه برخه کي د ښوراندام په ساحه کي هم جوړ سوى چي د صنعتي پارکونو د فابريکو ترڅنګ د اړوندي ساحو کورنو ته هم برق ورکوي.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا نن ماپښين د برېښنا رياست د مسؤلينو سره يو ځاى ددغه پلانټ ليدلو ته ورغى او هلته يې له جنېټرونو او نورو اړوندو ماشينونو څخه ليدنه وکړه.

دغه پلانټ د اوس لپاره د امريکا د متحدو ايالاتو د پوځ لخوا پر مخ وړل کيږي او درې مياشتي کيږي، چي په کندهار کي د برېښنا شرکت مربوط انجينيران او کارکوونکي هم هلته تر روزني لاندي دي.

د ياد پلانټ د روزني لپاره ټاکل سوي افغانو کارمندانو ته په تيرو دوو مياشتو کي يوازي نظري زدکړي ورکول سوي او له پلان سره سم به د روزني دغه نېټه څلور مياشتي نوره هم ادامه پيدا کوي، چي پرمهال به يې تر روزني لاندي مامورينو په عملي ډګر کي روزنه ورکول سي.

له اوسني پلان سره سم به امريکايي انجينيران د ٢٠١٤ تر پايه پوري د ياد سوي برېښنايي پلانټ ټولي تخنيکي چاري مخته وړي او تر هغه وروسته به يې په بشپړه توګه په کندهار کي د برېښنا شرکت ته سپاري.

کندهار والي ته د نن ورځي په ليدنه کي د بهرنيو او کورنيو انجينيرانو د لس ميګاوټه برېښنا توليدوونکي پلانټ د امنيت ساتني، خامو موادو پوره کولو او تخنيکي چارو پر مخ بېولو په اړه معلومات وړاندي سول.

ددغه پروژې انجينير وويل، چي په دغه پلانټ کي پراته جنېټران په ٢٤ ساعته کي ٤٨ زره ليټره ډېزل مصرفوي او دغه ډېزل د جنېټرونو د ښه تره ساتني په هدف، ماشينونو ته تر تګ مخکي اته ځله د مشخصو ماشينونو په وسيله فلټر او تصفيه کيږي.

کندهار والي د ياد پلانټ تر ليدلو وروسته د برېښنا شرکت له افغاني کارکوونکو سره هم وليدل او هيله يې وښودل، چي د روزني لړۍ نوره هم چټکه سې، څو په لنډ وخت کي ډېر ماهران وروزل سي.

نوموړي په دغه برخه کي د امريکايي پوځ له روزونکو وغوښتل، چي په کندهار کي د برېښنا شرکت مامورينو ته د جنېټرونو د ساتني او ترميم ترڅنګ د نوو ډيجيټل ميټرونو د نصب او استفادې په اړه هم روزنه ورکړي.

نوموړي همداراز غوښتنه وکړه، چي د جنېټرونو لپاره استفاده کېدونکي ډېزل بايد له معياري او اعتباري کمپنيو څخه سره قرارداد سي ترڅو د تيلو د بې کيفيتۍ له خاطره جنېټرونو د خرابېدو له خطر سره مخامخ نسي.