کور / شعر / (پښـــتون)

(پښـــتون)


 


دفضل الرحمن څمكني ياد
پښـــتونه ستالمبه كيدلوته تيلئ لټوى
چي ستازړګئ پري زخمى كيږى داسي شئ لټوى
دنياخوهسي لروبروپښـــتانوته اورده
په پښــــتانوكي پسي ګرځى كوپرئ لټوى
ته ترينه طمعه دګنډلوكړي ډيرزيات ساده يي
هغه دي ګرځى پرهرونوته ازغزئ لټوى
جنډه كوى دي په دنياكي له هرڅه دي لواوى
چي ته اعتباركړي پري هغه تاته لكئ لټوى
چي ته دچادپاره خپله زندګى سوزوي
هغه دسائنس پاڼي ړوى تاته مرګئ لټوى
چي خپلي خاوري خپلوخلكوته تري ګټه رسى
فضل الرحمن په شاني يويو مېړنی لټوى
كاڼي دظلم ګرځوى دواړولاسوكي پسي
هرخواته ګورى دغيرت نه ډك تندئ لټوى
مخلص به يوځائ ګرځيدوچي پكښــي خپل يارسره
دقسمت پاڼوكښي هغه ماذيګرئ لټوى