د پوهنې وزیر غلام فاروق وردګ د هیواد د فوټبال د ملي لوبډلې د وروستیو بریاوو د ستایلو او له نژدې د افغان لوبغاړو د هڅولو په موخه د سویلي اسیا د فوټبال سیالیو دپای لوبې لیدو ته ور روان شوی، چې د افغانستان او هند ترمنځ به په نیپال کې و شي .
د افغانستان د پوهنې وزیر به نن ما ښام په کټمنډو کې د فوټبال له افغان اتلانو سره وګوري او هغوی به وهڅوي چې نړۍ والو ته په دغه پای لوبه کې هم خپلې وړتیا وې په ډاګه او په خپل بري سره افغانان خوشحاله کړي .
د پوهنې وزیر به تر پای لوبې وروسته چې تمه ده افغانستان یې وګټي د فوټبال له افغان ستورو سره یو ځای کابل ته را ستون شي .
د پوهنې ښاغلی وزیر د فوټبال د افغان ستورو د هڅونې لپاره ددغې لوبې ټولو مینه والو ته زیری ور کوي ،چې کابل ته د لوبډلې په را رسیدو سره به ۲ ښوونځي د فوټبال دهغو اتلانو او پخوا نیو لوبغاړو په نومونو، نوموي چې د فوټبال د فدراسیون لخوا به یې نومونه د پوهنې وزارت ته ور کول شي .
دا د خپل ډول بیسارې هڅونه ده چې د لوبې د ډګر د ۲ اتلانو په نومونو ښوونیز مرکزونه(ښوونځي) نومول کیږي .
د پوهنې ښاغلی وزیر به دغه زیری په نیپال کې پای لوبې ته تیاریدونکو افغان لوبغاړو ، د هغوی روزونکو او نورو اړوندو چارواکو ته مخامخ ورکړي چې پر ظاهري هڅیدنې سر بیره له معنوي اړخه هم هغوی د ویاړ احساس وکړي .
دافغانستان د پوهنې وزارت تل د فوټبال د ملي لوبډلې د بریاوو خوښي له ولس سره شریکه کړې او وروستۍ لوبې یې د افغانستان د سرلوړی او عزت نښې بللې .د پوهنې وزارت رهبري تمه لري چې افغانستان د سویلي اسیا د فوټبال اتل شي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه