کور / سياسي / د پاكستان په تاريخ كې زرداري خپله اساسي موده پوره كړه

د پاكستان په تاريخ كې زرداري خپله اساسي موده پوره كړه

د پاكستان په اووه شپېته كلن تاريخ كې په لومړى ځل يو ولسمشر خپله پنځه كلنه ټاكلې موده سرته رسوي، دغه ولسمشر اصف علي زداري دى، چې د روانې مياشتې په اتمه نېټه يې د ولمسمشرۍ موده پاى ته ورسېده او پر ځاى به يې د دې هيواد دولسم نوى ټاګل شوى اولسمشر ممنون حسېن چې له پاكستان مسلم ليګ نواز ډلې سره تړاو لري كښېنوست.
د دريو اولادونو پلار اصف علي زرداري د پاكستان پيپلز ګوند د بنسټ ايښوودونكي ذوالفقار علي بهټو زوم او د دغه هيواد د پخوانۍ لومړۍ وزيرې مېرمن بېنظير بهټو خاوند دى چې تر اقتدار وړاندې يې اته كلونه د بندي خانې د تورو تمبو شاته تېرل كړل او په بندي خانه كې يې د ځان وژنې هڅه هم كړې وه چې ناكامه شوې وه، خو په اوس وخت كې د دغه ګوند مرستيال مشر دى.
كه د پاكستان پيپلز ګوند د هغه دغه موده پوره كول يو جمهوري عمل بولي، خو د دغه هيواد د لومړي وزير نواز شريف له لوري په وركړل سوې الوداعي مېلمستيا كې اصف علي زداري وويل زه به په روانو پنځو كالو كې له موجوده جمهوري دولت سره پوره مرسته كوم. هغه وړاندې وويل كه څه هم هيواد او حكومت يې له ډېرى مشكلاتو سره لاس او ګرېوان وو خو بيا يې هم خپله پنځه كلنه دوره پاى ته ورسوله:

د پاكستان نوي ټاكل سوي لومړي وزير نواز شريف هم په دغه غونډه كې وينا كړه او ويې ويل: د پاكستان په تاريخ كې دا خبره وليكل شوه چې يوه ولسمشر ته د لومړي وزير په دفتر كې الوداعي مېلمستيا وركول كېږي، چې خپله پنځه كلنه موده يې پوره كړې ده:

د اقتدار له ترلاسه كولو څخه څو مياشتې وړاندې د اصف علي زداري د ځوانې مېرمنې د وژل كېدو ترڅنګ زداري په خپله پنځه كلنه دوره كې ډېرى ناخوالې وليدې، پر سلاله پوسته د ناټو بريد او په هغه كې د څلرويشت تنه پاكستاني پوځيانو وژل، په اېبټ اباد كې د اسامه بن لادن د وژل كېدو پېښه، له هندوستان سره يو ځل بيا د اړيكو خرپړېدل، په پاكستان كې د بدامنۍ مخ په وړاندې تګ، د بهرنيو پورونه يو په څو چنده زياتېدل، د امريكا او پاكستان اړيكې تر بل هر وخت خرابېدل، د پاكستاني كالداري زيات لوېدل، ګوند يې په تېرو ټاكنو كې زياته ماتې خوړل، په پاكستان باندې د امريكايي بې پيلوټه الوتكو بريدونه زياتېدل، د بلوچستان مسلې زيات زور نيول، په پاكستاني كې او د ترهګريزو بريدونو زياتېدل، په دغه هيواد كې د برېښنا د نشتوالي ستونځه، د الوتكو او اورګاډو ادارې زياتې كمزورې كېدل او ډېرى نور يې د يادونې وړ دي او د قدرتي افاتو پېښو هم د ده په دوره كې زيات زيانونه واړول.

څنګه چې د پاكستان دغه ولسمشر زداري د پاكستان په سياسيت كې خپله ځوانه مېرمن بېنظير بهټو له لاسه ور كړه نو دا رنګه د هغه ټولنه خسرګنۍ چې يواځې د ذوالفقار علي بهټو لور صنم بهټو او لمسۍ فاطمه بهټو په كې ژوندۍ دي د سياست په ميدان كې قربانې شوې ده او د دغې كورنۍ په لاس چوړ شوى ګوند پاكستان پيپلز ګوند اوس دغه ولسمشر ته په ميراث كې پاته دى، چې د ده زوى بلاول بهټو يې مشري كوي.

په لومړي ځل د پاكستان په تاريخ كې ولسمشر اصف علي زرداري خپله پنځه كلنه دوره په داسي حال كې پاى ته رسوي چې: د دغه هيواد په تاريخ كې تېر د پيپلز ګوند حكومت هم خپله پنځه كلنه دوره پوره كړې وه، چې سيديوسف رضا ګيلاني يې د پاكستان د لومړى وزير په توګه ټاكلى وو.

كه څه هم په پاكستاني پارلمان كې تېر حكومت يو ګډ حكومت وو خو بيا هم د پارليمان منشي، مرستيال منشي، د پارليمان وياند مرستيال وياند، لومړى وزير او ولسمشر ټول د پيپلز ګوند غړي وو چې د دغه هيواد د واك چارې يې په لاس كې درلودې، نو ځكه د دغه ولسمشر او د تېر حكومت د مودې د پوره كېدو لامل بلل كېږي. خو تر پخوا هم په دغه هيواد كې دا ډول حكومتونه منځ ته راغلي وو، خو په نيمى كې له منځه تللى او رنګ سوي وو.