کور / تازه خبرونه / چارواكي وايي په پنجوايي کي اوه تنه طالبان ووژل سول

چارواكي وايي په پنجوايي کي اوه تنه طالبان ووژل سول

د کندهار امنيتي چارواكي وايي په پنجوايي ولسوالۍ کي د پوليسو په عملياتو کي اوه تنه وسلوال طالبان وژل سوي دي.
لراوبر ته په رسيدلي خبر كي ويل سوي چي دغه عمليات تيره ورځ د يادي ولسوالۍ د تلکان په ساحه کي د ملي پوليسو له خوا ترسره سوي، چي په نتيجه کي يې اونه تنه وسلوال طالبان د مسلح مقاومت پرمهال وژل سوي دي.

ديادو عملياتو پر مهال يو شمير وسلې او مهمات هم دملي پوليسو لاسته ورغلي دي.
د چارواكو په وينا دملي پوليسو په دغه تصفيوي عملياتو کي خپله ملي پوليس او دسيمي اوسېدونکو ته کوم زيان ندى اوښتى دي.