په روزګان كي د ماين چاودني دوو كوچنيانو ته مرګ ژوبله واړول .
چاودنه تېره ورځ ماښام شپږنيمي بجي د ګرم اب په سيمه كي د يوي ديني مدرسي پر كوچنيانو سوي چي په لاره كي پر ښخ سوي ماين ختلي .
د روزګان د والي وياند عبدالله همت وايې په چاودنه كي يو كوچنى وژل سوى او يو بل ټپي سوى دى .
د همت په خبره چي دواړه كوچينان وړونه دي او په يوې ديني مدرسه كي يې زده كړي كولي .
د پيښي مسوليت تر اوسه كومي وسله والي ډلي په غاړه ندي اخيستي .