بلجیم میشتي افغانان داسي حملې او تیري د نااهلي او جاهلي ډلي تر خپل حد او حدودو تیر سوی ډول بولي . موږ افغانان دا ډلي افغانان نه ګڼو او نه هم د مسعود مړی په ملي قهرمان منو ، دا ځکه چي د مسعود خپل ملګري افغاني قانوني تاسیساتو ته درناوی نه کوي ، ملي بیرغ نه مني او د ملت د ازار او اذیت باعث کیږي . دا ډله باید پوه سي چي د خپل سیاسي ژوند په ورستیو پړاونو کي پراته دي . موږ افغانان دا وحشیانه عمل په کلکو ټکو غندو او د تکرار خبرداری ورکوو . ژوندی دي وي افغانستان . تل دي وي د افغان انسان سپیڅلي بچيان ، ژوندون د افغان انسان ژوندون دی .
بلجیم افغان کلتوري بهیر
مشرتابه جرګې په استازیتوب
حاجي امین باوري