کور / ترخې خبري / بېړنی خبر: د ژوندون تلويزيون پر ودانی بريد وسو

بېړنی خبر: د ژوندون تلويزيون پر ودانی بريد وسو

په کابل کي د ژوندون نړيوال تلويزيوني چينل پر ودانۍ يو شمېر کسانو حمله وکړه ، لراوبر ته په رسيدلو لومړنيو مالوماتو کي ويل سوي دي چي ددې تلويزيون بنسټ اېښودونکی او د کابل پوهنتون استاد اسمعيل يون د بريد پر مهال د تلويزيون په ودانۍ کي دننه د څو نورو افغانانو سره په غونډه بوخت و.

 

 

دغه وسله وال بريد نن د نظار شورا د ناقانونه وسله والو د يوې ډلي لخوا تر سره سو چي تر شاوخوا لسو دقيقو پوري يې دوام وکړ.

د عيني شاهدانو په وينا وسله والو چي د احمدشا مسعود عکسونه يې له ځانونو سره لېږدول او په وسلو سمبال وه هڅه کوله چي د سپکو وسلو تر بريد وروسته د ژوندون ټلويزيون ودانۍ ته ننوزي خو د ژوندون ټلويزيون محافظينو يې مخه نيولې ده.

په دې پېښه کي تر اوسه دچا د ژوبلېدو خبر نه دی ترلاسه سوئ خو ويل کيږي چي د ژوندون نړيوال ټلويزيون ودانۍ ته ديوالونو او کړکيو ته زيان اوښتی دی خو د ټلويزيون خپروني د بريد پر مهال هم رواني وې او د بريد کوونکو تصاوير يې په ژوندۍ برخه خپروله .

د يادوني وړ ده چي نن د کابل په بېلابېلو سيمو کي يو شمېر ټکسي چلوونکي ، دکانداران او عام وګړي هم د نظار شورا د غيرمسئولو وسله والو کسانو لخوا وهل سوي او ډبول سوي دي.

 تر هغه وروسته چي پر ژوندون نړيوال ټلويزيون د بريد خبر خپور سو سلګونه ځوانان ، محصلين او ځوان فرهنګيان د ژوندون ټلويزيون دفتر ته ورسېدل او د دا شېبه د ژوندون ټلويزيون له لاري د استاد اسمعيل يون او ژوندون ټلويزيون څخه د خپلي دفاع خبردارئ ورکوي.

زياتره له دغو ځوانانو چي وايي د کابل د هوتخېلو او کمپنۍ د سيمو اوسيدونکي دي په ډېرو توندو او احساساتي الفاظو پر ژوندون ټلويزيون د بريد غندنه کوي .

ځيني له دوی څخه وايي چي پر لاره او د ژوندون ټلويزيون ودانۍ ته نژدې د وسله والو لخوا ځورول سوي دي، يو بل ځوان خپل څيري کالي ښيي او وايي چي د ملي امنيت کارکوونکو وهلئ او کالي ورباندي څيرلي دي.

د ژوندون ټلويزيون مشر استاد اسمعيل يون دغو ځوانانو ته د احساساتو قابو کولو توصيه وکړه او د سبا ورځي لپاره يې د يوې بېړنۍ غونډي د راغوښتلو ژمنه وکړه چي پر دې موضوع به په سړه سينه خبري کوي.

د پوليسو د حوزې آمر دوکتور نجيب الله سمسور د پوليسو لخوا خلکو ته د ازار ورکول ردوي او وايي چي پر وخت يې د بريد کوونکو مخه نيولې ده کنه دده په وينا خدای خبر چي څنګه حالت رامنځته سوی وای .

د کابل پوهنتون يو استاد چي ژوندون ټلويزيون ته د ملاتړ په موخه راغلی دی د پوليسو امر دوکتور نجيب الله سمسور ته خبردارئ ورکړ چي که پوليس د ژوندون ټلويزيون او استاد اسمعيل يون امنيت نسي ساتلائ ، د پوهنتون د ۴۰۰۰ شاګردانو په ګډون به د کابل او ولاياتو د قومي شوراګانو څخه لسګونه زره ځوانانو ته د راتګ بلنه ورکړي چي بيا به يې مسولېت ددوی پر غاړه وي.
په کابل کي د لراوبر ويبپاڼي همکار وايي چي د احمدشامسعود په عکسونو او جميعت ګوند بيرغونو سمبال دولتي او نادولتي موټرونو کي د يوې بې بندوباره وسله والي ډلي لخوا پر ژوندون ټلويزيون بريد د دوو ساعتونو په تېرېدو سره په انټرنټ پاڼو ، فيسبوک او ژوندون ټلويزيون څخه ژونديو خپرونو پذريعه د زرګونو ځوانانو احساسات راپارولي دي او که هره يوه له دواړو خواو څخه له بې احتیاطۍ کار واخلي ښايي پايله يې د مرګ ژوبلي رامنځته کيدل وي.