د كندهار ولايت امنيتي چارواكو په وينا د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالي کي دوه تنه مسلح ځانمرګي بريد کوونکي، چي د پوليسو دريشۍ يې اغوستي وې، هدف ته له رسېدو مخکي ووژل سول.
دغه دوه تنه ځانمرګي بريدکوونکي نن يوولس بجې د پوليسو له يونيفورمونو څخه په استفاده د ولسوالۍ مرکز ته داخل سول او کله، چي يې غوښتل د ولسوال د کار شعبې داخل سي، د پوليسو لخوا تشخيص سوي او دواړه وژل سوي دي.
پر ځانمرګو بريدکوونکو باندي د پوليسو په ډزو کي يو يې چاودېدلى او د دوهم هغه چاودېدونکي توکي همداسي ناچاوده پاته سوي او د افغان ځواکونو د انجينري ټيمونو شنډ کړي دي.
له يادو ځانمرګو بريدکوونکو سره يو کرولا ډوله موټر هم چي باور کيږي له چاودېدونکو توکو به ډک وي، د پوليسو لخوا کشف سوى او تر لاسه سوى دى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه