کور / تازه خبرونه / زابل میشتو خبریالانو ددې ولایت دوه چارواکي‌وستایل

زابل میشتو خبریالانو ددې ولایت دوه چارواکي‌وستایل

په زابل ولایت کي دترنک رادیو ادارې او دبیلابیلو ازادو رسنیو خبریالانو نن دیو لړمراسمو په ترڅ کي ددې ولایت دامنیې قومندانۍ دامنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي او دولایتي روغتون امر داکتر زلمي رښتین ته دبیان ازادۍ ته دژمن کسانو په نوم ستاینلیکونه ورکړل په یادو مراسموکي پدې ولایت کي ازاد خبریال روزي محمدزابلي دکندهار رادیو تلویزون خبریال مختار احمد امیري دملي تلویزون خبریال زلمی حلیمي دباختر اژانس خبریال عبدالقیوم عاجز اودترنک سیمه ایزي رادیو ټولوهمکارانوګډون کړی وو پدغه ولایت کي دازادو خبریالانو ددفاع ټولني مشر روزي محمد زابلي وایې چي یادو دوو چارواکو په هروخت کي دوی ته کره اوپروخت مالومات ورکړي دي هغه وایې چې داکار یې پدې خاطر کړی چې نور چارواکي هم وهڅیرږي ترڅو رسنیو ته پروخت مالومات ورکړي روزي زابلی دوسلوالو طالبانودویاندویانو ستاینه هم کوي چي دده په خبره پروخت مالومات یې خبري رسنیو ته په اختیار کي ورکړي دي
په ورته وخت کي دزابل دپولیسو دامنیت امرسمونوال غلام جیلاني فراهي اودولایتي روغتون مشر داکترزلمي رښتین دټولو خبریالانو څخه مننه وکړه اوزیاته یې کړه چې دې کار دوی نور هم وهڅول چې خپلي لاسته راوړني اومالومات دټولو رسنیو سره ګډکړي
زابل مېشت ژورنالستان دا چارواکي په داسي حال کي ستایې چې داولایت یونا ارامه اوخبرجوړونکې سیمه ده چې دخبریالانو ډيری سراوکار یې دچارواکو سره وي چي ځیني وختونه دحکومتي چارواکو دتهدید سره هم مخ کیږي