کور / تازه خبرونه / د کرکټ د پياوړتيا په موخه غونډه وسوه

د کرکټ د پياوړتيا په موخه غونډه وسوه

دغه غونډه چې د ياد زون مشر قرار عزيزي په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د لغمان ولايت استازي ميوند مجاهد، د کونړونو استازى انجنير لياقت او د ننګرهار کرکټ مسول ‌‌طيب اخندزاده برخه لرله.
غونډه په ننګرهار کې د ختيځ کرکټ بورډ په اداره کې جوړه شوې وه، د ختيځ زون مسولينو په يو غږ ژمنه وکړه چې د ختيځ کرکټ لپاره به خپلې هڅې لان ګړندۍ کړي.
د کونړ کرکټ مسول انجنير لياقت وويل، په دغه ولايت کې د کرکټ پرمختګونو لړۍ دوام لري، اوس مهال د کرکټ اکاډمۍ جوړولو چارې شپيته سلنه بشپړې شوي دي، او په نږدې وخت کې به د ځوانان لوبغاړو روزنې پرمخ پرانيستل شي.
د لغمان کرکټ مسول ميوند مجاهد هم د خپل ولايت راپور وړاندې کړ، نوموړي وويل د ولايت مقام لخوا ورته دېرش جريبه زمکه په واک کې ورکړل شوې او دوى پلان لري چې په کې کرکټ لوبغالى جوړ کړي.
مجاهد زياته کړه،، په دغه ولايت کې د معلولينو لوبډله هم جوړه شوه، چې يو لړ سيالۍ ورته هم په لاره اچول شوي دي چې ښې لاسته راوړنې په کې لري.
ننګرهارکرکت استازی طيب اخونزاده وويل ټاکل شوې ده چې په نږدي راتلوونکي کې د ختيځ زون د څلورو منتخبو لوبډلو ترمنځ په ننګرهار کې سيالۍ پيل شي.