میدان ښار:د موټر بم چاودنه ٦ځانمرګو او ٣٥ نورو ته مرګ ژوبله واوښته
نن (یکشنبه) ماسپښین شاوخوا یوه بجه اوپنخلس دقیقې د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې ملي امنیت ریاست ودانۍ ته څېرمه شپږ تنو ځانمرګو برید کوونکو چې یو تن یې د یوه ټونس ډوله موټر په وسیله برید ترسره کړ او پنځو نورو چې غوښتل یې په ولایت مقام او ځیني نورو ودانیو باندې بریدونه ترسره کړي،له بریدونو وړاندې د ملي امنیت ریاست د سرتېرو لخوا وژل شوي دي .
همدا راز په دغه پېښه کې څلور د ملي امنیت سرتېرې هم وژل شوي او د
محافظت عامه یو سرتېری ټپي شوی دی .په دغه پېښه کې چاودنې ته څېرمه او نږدې دولتي ودانیو کې دېرش ملکي وګړې ټپیان شوي هم دي،چې د زیات شمیر ټپیانو روغتیایي وضعه د ډاډ وړ ده .
په یاده پېښه کې د مرکز زیات شمیر تعمیرونو ته هم زیان اوښتی دی .
د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼی چې دپېښې پرمهال د دغه ولایت د سولې په شورا کې د شهیدانو (احمدشا مسعود) اونۍ د لمانځنې په تدابیرې غونډه کې بوخت وو،دغه برید په کلکو ټکو سره وغندله .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي بريد د باروتو ډکي لارۍ پواسطه د ملي امنيت ودانۍ په دروازه کي وسو او څلورو نورو کسانو چي چاودیدونکي واسکټونه يې اغوستي وه پي ار ټي ته داخل سوه او جګړه یې پيل کړه.
د مجاهد په وينا د ملي امنیت ریاست ودانۍ په بشپړه توګه د استخباراتي کارکوونکو په شمول له منځه تللې او د پي آر ټي مربوط څو ټانکونو په شمول ۳۰ ګاډي تخريب سويدي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه