درنو دوستانو السلام عليکم! سبا (يکشنبه) د سپټمبر ۸ مه د سواد نړيواله ورځ ده. افغان ملي غورځنګ او د افغانستان کرکټ بورډ غواړي دا ورځ په ګډه ونمانځي او د بې سوادۍ پر وړاندې يو پراخ او عملي کمپاين پيل کړي. په نمانځغونډه کې څو لنډې ويناوې او پيغامونه په پام کې نيول شوي او په پای کې له بېسوادۍ سره دمبارزې په نامه يوه لنډه لس اوريزه لوبه کېږي. له تاسو ټولو نه په درنښت هيله کوم، چې په دې نمانځغونډه کې له موږ سره برخه واخلئ او د بېسوادۍ پر وړاندې مبارزه کې مو ملاتړ وکړئ.
د غونډې وخت: يکشنبه، د سپټمبر ۸، د ماسپښين ۲:۳۰ بجې
د غوڼډې ځای: د حضوري چمن ختيز لوري ته، د کرکټ نړيوال لوبغالی
په ډېر درنښت
افغان ملي غورځنګ